د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۶۰۱) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۰:۱۲
د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۶۰۱) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۶۰۱) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
۱- د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزې په دوو اونيو کې (۴۸) نکاح خطونه، (۸) زوجيت خطونه او (۴۳) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۲- د سندونو او وثیقو د ثبت دویمه حوزه:
 د سندونو او وثیقو د ثبت دویمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۷) نکاح خطونه، (۶) قبالې، (۴) زوجیت خطونه او (۵۳) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۳- د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمې حوزې په دوو اونيو کې (۶۵) نکاح خطونه، (۱۴) زوجيت خطونه، (۱۱) قطعې زوجيت خطونه او (۱۰۷) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۴- د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۶) نکاح خطونه، (۱) قباله، (۱) زوجيت خط او (۲۵) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۵- د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمې حوزې په دوو اونيو کې (۳۱) نکاح خطونه، (۸) قبالې، (۶) زوجیت خطونه او (۶۲) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.
۶- د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمې حوزې په دوو اونيو کې (۲۹) نکاح خطونه، (۳) قبالې، (۴) زوجيت خطونه او (۳۹) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۳۷
Background image

د سترې محکمې قضائي مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ ميدان وردګ ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې قضائي مرستیال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) او د قضائي معاونيت مستشار محترم مفتي احمد سعید په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۲
Background image

د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان درېیو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان، محترم الحاج مولوي مطیع الله (فاروقي) د یوه پلاوي په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی‌. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده 

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی