د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت راکړ او دې خپرونې ته درته هر کلی وایم.

لومړۍ پوښتنه: مولوي صاحب، که تر ټولو مخکې د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست په اړه، د اسلامي عدالت خپرونې مینه‌والو ته لنډ معلومات ورکړئ؟

ځواب: الحمدللهِ ربِّ العالمين، والصلاةُ والسلامُ على سيدنا محمد، وعلى آله وأصحابه أجمعين، أما بعد: فقد قال الله تبارك وتعالى: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ، وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَىٰ أَلَّا تَعْدِلُوا، اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ، وَاتَّقُوا اللَّهَ، إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ) [سورة المائدة: 8 آیت.]

زه ډېر خوښ یم، چې د اسلامي عدالت په دې خپرونه کې له تاسو سره ګډون لرم؛ ســـتاسو د مطرح شوې پوښتنې په ځواب کې ، په ډېر درنښت سره څرګندوم، چې د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د مقام د اړتیا او لزوم‌دید له مخې د سترې محکمې په تشکیلاتو کې رامنځته شوی او د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي‌القضات تر مستقیمې رهبرۍ او هدایت لاندې فعالیت کوي.

د مقام د تحریراتو ریاست د سترې محکمې له مهمو او کلیدي ریاستونو څخه شمېرل کېږي، چې خپلې سپارل شوې دندې او مسئولیتونه د نافذه لایحې او همدارنګه د سترې محکمې د رئیس او قاضي‌القضات محتـــرم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د مستقیمو هدایاتو او لارښوونو پر بنسټ، په منظم او اغېزمن ډول ترسره کوي.

دویمه پوښتنه: محترم مولوي صاحب! د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست عمده او پلاني فعالیتونه څه دي؟

ځواب: لکه څنکه چې تاسو ته ښه معلومه ده، د مقام د تحریراتو ریاست یوه تشکیلاتي اداره ده، چې عمده دندې یې په لاندې درېیو برخو وېشلې دي:

الف: د آرشیف آمریت د مکتوبونو او دوسیو د ارسال او مراسلاتو، د اسنادو د تسلیمۍ، ساتنې او خوندي کولو او همدارنګه د ســـترې محکمې اړوندو اسنادو د حفظ او ساتنې په برخه کې دندې ترسره کوي.

ب: د اسنادو او ارتباط آمریت د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د احکامو او فرمانونو، د کابینې د مصوبو، مکتوبونو او وړاندیزونو، د محکمو او نورو ادارو د اســــتهداګانو او اړوندو اســـنادو په برخه کې خپلې دندې او مسئولیتونه ترسره کوي.

ج: د عارضینو عمومي مدیریت د دعوا لرونکو (مدعي یا مدعی علیه) د عریضو د ترلاسه کولو، د مراجعینو د شکایتونو د څېړنې او هغه ته د رسېدنې په موخه د عریضو د مطالعې او تحلیل، د سترې محکمې عالي مقام ته د عریضو د وړاندې کولو، همدارنګه د اړینو لارښوونو د وړاندې کولو په برخه کې خپلې دندې ترسره کوي.

درېیمه پوښتنه: مولوي صاحب! که د اسلامي عدالت خپرونې لوستونکو ته دا واضح کړئ، چې د سترې محکمې د عالي مقام د تحریراتو ریاست د کومو موضوعاتو اړوند عرایض تسلیم او له عالي مقام سره شریکوي؟

ځواب: ستاسې د پوښتنې په ځواب کې باید ووایم، د تحریراتو ریاست هغه عرایض له عارضینو څخه تسلیموي، چې د حقوقي او جزائي موضوعاتو او دعوو په اړه وي او همدارنګه د عفوې او تخفیف اړوند عرایض هم اخلي، تر تحلیل او بررسۍ وروسته، چې کوم عرایض مناسب وبولي، د سترې محکمې له محترم رئیس او  قاضي‌القضات صاحب سره شریکوي او په اړه یې هدایت اخلي.

څلورمه پوښتنه: هغه عرایض، چې د مقام د تحریراتو ریاست یې تسلیموي، باید په کومو شرایطو برابرې وي؟

ځواب: د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست ته دوه ډوله عرایض (د حقوقي موضوعاتو اړوند عرایض او د جزائي موضوعاتو اړوند عرایض) سپارل کېږي، چې د هر ډول عریضې اخیستلو لپاره خپل ځانګړي شرایط شته، چې دغه شرایط د (د عـرایضو د اخیستلو او طی مراحل کولو کړنلاره) په نوم یو طرزالعمل کې راټول کړي دي؛ یاده کړنلاره په لاندې ډول ده:

د عریضې عمومي شرایط:

1. په عریضه کې د موضوع خلاصه لیکل لازمي دي.

2. د عریضې د ورکړې پر مهال د عارض فزیکي حضور لازمي دی.

3. په عریضه کې د عارض د ګوتې نښان او د اړیکې شمېره ضروري ده؛ تر څو د عریضې اړوند معلومات او یا دویم ځل د عریضې تسلیمولو په موخه ورسره اړیکه ونیول شي.

4. عارض باید په عریضه کې خپلې غوښتنې په روښانه او واضح ډول ولیکي.

5. عرایضو ته د ښې او غوره رسېدني په موخه، د عریضې د ثبت  دقیق تاریخ اړین او لازمي دی او د عریضې تاریخ باید قلم‌خور نه وي.

6. په عریضه کې باید د عریضه‌نویـس پوره شهــرت موجود وي.

7. عریضه به د پورته شرایطو له بشپړولو وروسته د سترې محکمې مربوطه شعبې لخوا اخېستل کېږي.

د جزائي موضوعاتو (عفوې او تخفیف) عرایضو د اخیستلو او طی مراحل کولو جریان:

1. عریضه ورکوونکی باید د بندي نږدې اقارب (پلار، مور، ورور، خور، مېرمن، خاوند، کاکا) او یا شرعي وکیل وي.

2. په عریضه کې دې د عارض مکمل شهرت، د محبوس مکمل شهرت، د قرابت وجه، ټول ورکړل شوی حبس، تېرشوی حبس او پاتې حبس ولیکل شي.

3. د محبوس د ابلاغ پارچې کاپي او یا د فیصلې کاپي به له عریضې سره ضمیمه وي، د موجودیت په صورت کې د عارض د تذکرې، پاسپورټ او یا هم د معتبر هویت‌کارت کاپي دې هم له عریضې سره ضمیمه وي. 

4. کومه عریضه، چې بندي یې د عفوې او تخفیف مستحق وبلل شي او د عارض قرابت له محبوس سره د تذکرې په واسطه نه معلومېږي، د مکملو معلوماتو لپاره دې مربوطه محمکې ته راجع شي.

5. مربوطه محکمه دې د بندي د دوسیې او سوابقو له‌مخې د عارض او په عریضه کې لیکل شوي بندي په هکله بشپړ معلومات وکړي.

6. که په دوسیه او یا سوابقو کې د عارض په هکله دقیق معلومات موجود نه وي، په عریضه کې د عارض د لیکل شوي نمبر له لارې دې عارض محکمې ته ور وغواړي.

7. که د عارض د  قرابت د تثبیت لپاره بندي ته اړتیا وي، محکمه به بندي له محبس څخه محکمې ته ور وغواړي.

8. که د بندي اصلاح او روغتیايي معلوماتو ته اړتیا وي، له مربوطه محبس څخه به معلومات غواړي.

9. مربوطه محبس به د بندي شخصیتي دوسیه (هغه دوسیه، چې د بندي سلوک، اصلاح، روغتیا او نور اړین معلومات په کې لیکل کېږي) مطابق محکمې ته معلومات ورکوي.

10. ابتدائیه محکمه دې خپل معلوماتي ګزارش (د عارض قرابت، د بندي د جرم متکرروالی، حق العبدي او نور معلومات) د سترې محکمې له عالي مقام سره شریک کړي.

د حقوقي عـرایضو د اخیستلو او طی مراحل کولو جریان:

1. په عریضه کې باید د عارض او معروض علیه مکمل شهرت ولیکل شي.

2. عریضه باید خپله عارض، چې دوسیه یې په جریان کې ده یا د وکالت د جواز نمبر په اساس د هغه د وکیل لخوا وړاندې شي.

3. د عارض موضوع، چې په ابتدائیه محاکمو کې جریان ولري، سترې محکمې ته د مراجعې پر مهال باید د مرافعه محکمې د اجراآتو کاپي ورســره ضمیمه وي؛ تر څو دا روښانه شي، چې عارض سترې محکمې ته د عرض کولو څخه مخکې مربوطه مرافعه محکمې ته مــراجعه کړې ده.

4. د قبالې د مثنی د لاسته‌راوړلو په موخه عرایض نه اخېستل کېږي.

5. د عرایضو عمومي مدیریت مکلف دی، چې د عریضې د رسېدنې (وصول) تاریخ د عریضې په پاڼه کې ولیکي.

6. د عرایضو عمومي مدیریت د عرایضو په برخه کې د ښه‌والي او څارنې په موخه باید پورته یاد شوي ټکي او مطالب تر جدي کنټرول لاندي ونیسي.

پنځمه پوښتنه: یوه موضوع، چې غواړو هېوادوالو ته یې په اړه معلومات او وضاحت ورکړئ، د عرایضو د تسلیموونکو ده، کوم کسان کولای شي چې د سترې محکمې عالي مقام په عنوان عرایض تاسو ته تسلیم کړي؟

ځواب: که څه هم د مخکې پوښتنې په ځواب کې ذکر شوې کړنلاره کې دا واضحه شوې ده؛ خو په خلاصه ډول باید ووایم، هغه اشخاص چې عریضه ســـترې محکمې ته ســپاري، په حقوقي موضوعاتو کې که اصیل وي باید خپله اصالتًا حاضر وي او که وکیل وي باید وکیل یې حاضر وي؛ خو په جزائي عرایضو کې (چې د عفو یا تخفیف اړوند وي) باید د بندي نږدې خپلوان، لکه: پلار، ورور، مېرمن یا خاوند وي او هغه هم وروسته له دې، چې د قرابت اړیکه یې تثبیت شي.

شپږمه پوښتنه: مولوي صاحب! د نورو وزارتونو او خپلواکو ادارو څخه سترې محکمې ته راجع کېدونکي مکتوبونه، استعلامونه او موضوعات هم د تحریراتو ریاست ته راجع کېږي، تاسو د یادو موضوعاتو په اړه څه اجراآت ترسره کوئ؟

ځواب: هو، په عرایضو سربېره، مکتوبونه، دوسیې، وړاندیزونه او استهداوې، لکه: د تجدید نظر غوښتنې، د صلاحیت تفویض، د محکمو تبدیلول، د وثایقو د صحت او ســـقم په اړه موضوعات د کال‌تمام راپورونو په اساس، او هدایت غوښتونکي مکتوبونه، لکه: د ملک له ټولو محاکمو استهداآت، د ریاست الوزراء له محترم مقام، د فرمانونو او احکامو د څارنې او تعقیب له عمومی ریاست، وزارتونو، امارتي او غیر امارتي شرکتونو، بانکونو او مرکزي ریاستونو څخه دغه ریاست ته رارسېږي.

یاد موضوعات د ســــترې محکمې محتـــرم مقام د هدایت له ترلاسه کولو وروسته اړوند مراجعو ته د بعدي اجراآتو په موخه استول کېږي.

اوومه پوښتنه: د هېوادوالو مشکلات او غوښتنې، چې د عرایضو په بڼه د تحریراتو ریاست له طریقه له عالي مقام او اړوند ریاستونو سره شریک کېږي، تاسو په دې برخه کې خلکو ته څه آســانتیاوې برابرې کړې دي؟

ځواب: د عارضینو لپاره د برابرو شویو آسانتیاوو په اړه باید وویل شي، چې په لومړي ګام کې عرایض د (لارښود) مطابق اخېستل کېږي، یاد لارښود د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو محترم ریاست له‌خوا د یوې لوحې په بڼه ترتیب، ډیزاین، چاپ او د عرایضو په مدیریت کې نصب شوی دی.

همدارنګه، یاد لارښود د ســــترې محکمې په شاوخوا کې ټولو عریضه لیکونکو ته هم ورکړل شوی، تر څو د هغه مطابق عمل وکړي او عارضین له سرګردانۍ او ستونزو سره مخ نشي.

کله، چې د عارض عریضه اجرا او خلاصه شي، د بیا سپارلو په موخه له محتـــرم عارض سره د ټلېفون له لارې اړیکه نیول کېږي او خبر ورکول کېږي، چې عریضه یې خلاصه ده او د تسلیمۍ لپاره دې مراجعه وکړي.

همدارنګه، د عارضینو د عریضو د خوندیتوب او د جعل او تزویر د مخنیوي په موخه د عارضینو عریضې د دې ریاست د برېښنالیک (ایمیل) له لارې اړوند محاکمو ته هم استول کېږي.

په دې سربېره، د عارضینو عریضې په اړوند کتاب کې ثبت کېږي او په ډېتابېس کی هم ثبت او خوندي کېږي.

دغه راز، کوم عارضین، چې مشکل ولري په نوبت‌وار توګه ریاست ته راغوښتل کېږي او له نږدې څخه یې مشکل اورېدل کېږي.

اتمه پوښتنه: که مهرباني وکړئ، دا معلومات راکړئ، چې کله عارض خپله عریضه اړوندې شعبې ته وسپاري، د عریضې د اجرا او بشپړېدو پروسه په څو کاري ورځو کې ترسره او عریضه بېرته عارض ته سپارل کېږي؟

ځواب: ستاسو د پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي، چې کله عارض خپله عریضه د عرایضو دفتر ته وسپاري، هلته د وارده شمېرې او نېټې په درج کولو سره ثبتېږي، دویمه ورځ یې تحلیل او ارزونه ترسره کېږي او په درېیمه ورځ د ســـترې محکمې له محتـــرم عالي مقام څخه پرې حکم او لاسلیک اخېستل کېږي، په عادي حالت کې، عریضه د درېیو کاري ورځو په موده کې د هغې ورځې په شمول، چې عریضه یې د ســـترې محکمې مقام ته سپارلې، د حکم له صادرېدو او بشپړېدو وروسته بېرته د عارض په واک کې ورکول کېږي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵۶
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض)، د دې محکمې د جزا دېوان مستشار محرر مولوي محمد صابر، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان مفتي مولوي محمد نعمان، د ښاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

د بلخ ولايت د مرافعه محکمې رئيس د دغه ولایت د دوو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه‎

د بلخ ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج شيخ غلام‌الله (عادل) د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئيس مولوي عبدالسلام (مظهري) او مولوي محمد ویس (ویسا) په ملتيا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربيع. . .

بیا په خبرونو کی