محترم مفتي امان الله (حقاني) د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې د مرستيال په توګه معرفي شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۴:۸
محترم مفتي امان الله (حقاني) د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې د مرستيال په توګه معرفي شو

محترم مفتي امان الله (حقاني) د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې د مرستيال، مولوي رحيم الله (حقاني) د مرافعه محکمې د تجارتي دېوان د رئيس او مولوي محمد ابراهيم د دعوت او ارشاد د آمر په توګه په ۱۴/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې د یادې محکمې قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبدالشکور (رشاد اخندزاده) خبرې وکړې وويل، تغیر او تبدیل د اداري اصولو څخه یو اصل دی، نوموړي نويو ټاکل شوو مسؤولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) ویلي چې د مسؤولیت په سپارلو او اخیستلو مه خفه کېږئ او کوښښ وکړئ چې د شریعت په چوکاټ کې ښه خدمت ترسره کړئ.
د غونډې په دوام نويو ټاکل شويو مسؤولينو ډاډ څرګند کړ چې خپلې چارې به د شریعت په چوکاټ کې په پوره ایماندارۍ سرته رسوو.
غونډه د شیخ ولي محمد (حقاني) لخوا په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۴:۵۱
Background image

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس جوزجان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې محترم مفتي عبدالحی (شاکر) او محترم مفتي فضل الرحمن (قاسمي) یې ملتیا کوله، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۴:۴۸
Background image

د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د دهراود ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې او زندان څخه ليدنه وکړه

د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي سخیداد (ابوالتقي) د عامه امنیت دېوان د رئیس مولوي رحیم الدین، د عامه امنیت دیوان مفتي مولوي خیرالله، د عامه امنیت دېوان محرر مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۲:۱۳
Background image

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري ناسته وشوه

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې د رئیس محترم عبیدالله (سلیم) په مشرۍ د یاد ولايت د مرافعه او ښاري محاکمو منسوبینو، د وانټ وایګل ولسوالۍ مفتي عبدالرزاق، د ښاري محکمې رئيس مولوي محمد سعید. . .

بیا په خبرونو کی