د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یو شمېر جزائي دوسیو په اړه د وروستیو تحقیقاتو په موخه فاریاب ولایت ته سفر وکړ

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۴:۱۷
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یو شمېر جزائي دوسیو په اړه د وروستیو تحقیقاتو په موخه فاریاب ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې محترم مفتي عبدالحی (شاکر) او محترم مفتي فضل الرحمن (قاسمي) یې ملتیا کوله، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الآخره میاشتې په دویمه او درېیمه نېټه د یو شمېر مهمو جزائي دوسیو د وروستیو تحقیقاتو د بشپړولو په موخه فاریاب ولایت ته سفر وکړ.
د جزا دېوان عمومي رئیس فاریاب ولایت ته د دغه سفر پر مهال یاد ولایت کې د (۱۱) جزائي دوسیو په اړه وروستي او لازم تحقیقات بشپړ کړل.
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) په یاد سفر کې د فاریاب ولایت د مرافعه محکمې له قضائي غړو سره وکتل؛ د جزائي موضوعاتو د حل او فصل په موخه یې ورسره تفصیلي خبرې وکړې.
دغه راز د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یاد سفر پر مهال د جزائي دوسیو له جانبینو سره وکتل او له هغوی یې د دوسیو په اړه بشپړ تحقیقات وکړل.
په دې سربېره محترم مفتي عتیق الله (دروېش) او ورسره مل پلاوي د فاریاب له والي محترم مولوي عبدالاحد (فضلي) سره وکتل، د ولایتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ پر تقویې یې تفصیلي خبرې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۱
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۲۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۹ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی