د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د اصلاح کمېسیون د روان ۱۴۴۶هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې د (۱۲۷) وثیقو د تصحیح قرارونه صادر کړي دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۴:۵۹
د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د اصلاح کمېسیون د روان ۱۴۴۶هـ ق کال په لمړۍ ربعه کې د (۱۲۷) وثیقو د تصحیح قرارونه صادر کړي دي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د اصلاح کمېسیون د ۱۴۴۶ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې له (۱/۱/۱۴۴۶ څخه تر ۳۰/۳/۱۴۴۶ هـ ق نېټې) پورې د (۱۲۷) بېلابېلو وثیقو د اصلاح قرارونه صادر کړي دي.

یاد کمېسیون د ټولو هغو وثیقو د تصحېح لپاره د سترې محکمې عالي مقام د هدایت په اساس جوړ شوی چې مخکې د کابل ولایت په ټولو محاکمو کې ترتیب شوي وي او د یادو وثیقو د ترتیب پر مهال په سمه توګه نه وي ډکې شوې؛ یا هم د وثیقو د ذی النفع شخص په نورو اسنادو کې د تغیراتو په راتګ سره د یاد شخص وثیقه هم تصحېح ته اړتیا ولري.

په دغه کمېسیون کې د یادو وثیقو د تصحېح لپاره د جوړشوي  طرزالعمل د هدایت سره سم  غونډه تر سره کیږې او د وثیقې په اړه له بېلابېلو اړوند ادارو څخه بشپړ معلومات  ترسره کیږې، تر معلوماتو وروسته د وثیقې د تصحیح قرارونه صادروي.

 یاد کمېسیون په اونۍ کې یو ځل د مرافعه محکمې محترم عمومي رئیس په مشرۍ غونډه ترسره کوي او یادو وثیقو ته په نوبت رسېدنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی