کونړ ولايت کې دوو مجرمينو او شپږو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۵:۱۳
کونړ ولايت کې دوو مجرمينو او شپږو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولايت د مرافعه محکمې د جزا دېوان، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان او شيګل ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړو په اساس د يوې ښځې په ګډون اتو (۸) کسانو ته چې پر لواطت، غلا او د کوره پر تېښته متهم وو؛ په ۷/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

د یادو مجرمينو او متهمينو له جملې څخه دوه مجرمين پر ۲ ـ ۲ کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا، لومړی متهم پر درې کاله تنفيذي بند او ۲۰ دُرو تعزیري سزا، دوه متهمين پر اووه ـ اووه میاشتو تنفيذي او ۲۰ ـ ۲۰ دُرو تعزیري سزا، څلورم متهم پر پنځلس ورځې تنفيذي بند او ۱۵ دُرو تعزیري سزا، پنځم متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۲۰ دُرو تعزیري سزا او وروستی متهم پر ۱۶ ورځو تنفيذي بند او ۱۰ دُرو تعزیري سزا محکوم شوي وو.

پر یادو مجرمینو او متهمینو د تعزیري سزا د حکم د تطبیق پر مهال د محاکمو مسؤولینو، د کونړ والي، امنیه قوماندان، د علماوو شورا استازو، د ادارو مسؤولینو او سلګونه هېوادوالو ګډون درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۷:۵۵
Background image

په غزني ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د اخلاقي فساد په جرم په ۹/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد مجرم پر ۲۹ ورځو تنفيذي بند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۷:۵۲
Background image

د سترې محکمې نظامي معاون: د اسلامي امارت په حاکمیت سره د دیني او عصري علومو د مراکزو ترمنځ واټن له منځه تللی

د سترې محکمې نظامي معاون محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب نن سه شنبه (۱۰/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټه د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د رئیسانو، مفتیانو، محررینو او آمرینو لپاره د دعوت او ارشاد رياست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۴:۳۲
Background image

د غور ولایت د حقوقو آمريت په یوه میاشت کې (۲۳۸) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د غور ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۳۰/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۲۳۸) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

بیا په خبرونو کی