د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي رياست لخوا جوړ شوی يو مياشتنی علمي او قضائي سيمينار پای ته ورسېد

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۵:۴۴
د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي رياست لخوا جوړ شوی يو مياشتنی علمي او قضائي سيمينار پای ته ورسېد

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي رياست لخوا د هېواد د محاکمو د قضائي غړو (قضاتو، مفتي صاحبانو او محررینو) د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی يو مياشتنی علمي او قضائي سيمينار چې (۴۰) کسانو په کې ګډون درلود، نن يکشنبې (۲۶ /۳ /۱۴۴۶هـ ق) نېټه پای ته ورسېد.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د سترې محکمې اداري مرستيال محترم شيخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم حاجي مولوي کريم الله (زاهد)، د مقام د تحريراتو رئيس مولوي محمد اکبر (فريد)، د سيمينار ګډونوالو او قضائي غړو ګډون کړی و.

یاده غونډه د سیمینار د ګډونوال مفتي محمد بلال لخوا د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د سترې محکمې اداري مرستيال محترم شيخ عبدالمالک (حقاني) خبرې وکړې وويل، له قضائي غړو څخه په دغه سيمينار کې د ګډون له امله مننه کوو، له تاسو مو هيله داده چې دلته مو څه درسونه لوستي وي، په خپلو دندو کې په عملي ډول ترې استفاده وکړئ، تاسو به خپلې فيصلې د شريعت مطابق ترسره کوئ، موږ او تاسو به د الله تعالی قوانين جاري کوو او عدالت به تأمينوو.

محترم حقاني صاحب د قضاء ارزښت له شرعي اړخه توضيح کړ، په دې برخه کې یې د غونډې ګډونوالو ته بشپړ او ارزښتناک معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د محاکمو قضائي غړو ته په خطاب کې وویل، مظلوم ته به يې حق ورکوئ، د ظالم لاس به له ظلم څخه لنډوئ، د مراجعینو آواز به اورئ، حق به حقدار ته سپارئ او د چا سفارش او واسطه به نه قبلوئ.

محترم شیخ حقاني صاحب زیاته کړه، دا نظام په ډېرو لويو قربانيو راغلی دی، که خدای مکړه په خپلو دندو کې غفلت کوو، نو د آخرت په ورځ به استشهادیان، یتيمان او شهيدان له تاسو پوښتنه کوي او الله تعالی ته به شکايت کوي چې دوی زموږ له وينو سره خيانت کړی دی.

دغه راز محترم حقاني صاحب وویل، د دغه ځورېدلي، کړېدلي او قرباني ولس سره داسې اخلاق کوئ لکه رسول (صلیالله عليه وسلم) به چې له خلکو سره کول، ولس سره به ډېره نرمي او ښه اخلاق کوئ، موږ د دغه ولس، شهيدانو او استشهادیانو پر وړاندې مسؤول يو، د الله تعالی په استازيتوب کې به له واسطې، قوم پرستۍ او اړیګو څخه کار نه اخلئ.

د غونډې په دوام د ياد رياست استاد محترم شيخ صاحب جان خبرې وکړې وويل، دا نظام په ډېرو لويو قربانيو حاکمیت ته رسېدلی دی، د دغه نظام د تحکيم او پياوړتيا لپاره له زړه کار وکړئ، ماديات په ذهن کې مه نيسئ؛ بلکې د نظام لپاره شپه او ورځ په ژبه، قلم او فزيکي وجود خدمت وکړئ.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي نظام کې محاکم تر ټولو مهم ارګان دی، د ځمکې په سر تاسو د الله تعالی د دين تطبيق کوونکي ياست، د دغه مظلوم ملت آواز اورئ، ستونزو او دوسيو ته یې ژر تر ژره رسېدنه کوئ او خپلې دندې په پوره صداقت سرته رسوئ.

ياد سيمينار ګډونوالو ته د تصديق پاڼو له وېشلو وروسته په دعاء پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې (۱۵) مجرمینو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، په ۴ / ۶ / ۱۴۴۷هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۵۲
Background image

په پکتيا ولايت کې درېيو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولايت جاني‌خېلو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې درېيو کسانو ته د جعلي پيسو په جرم؛ په ۱۲/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان پر شپږ ـ شپږ. . .

بیا په خبرونو کی