کندهار ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۱:۲۱
کندهار ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د جزا دېوان د پريکړې په اساس يوه تن ته چې پر غلا متهم و؛ په ۷/۴/۱۴۴۶هـ ق نېټه د مرافعه محکمې په انګړ کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

د جزا دېوان ياد متهم پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې ياد حکم د جنوب لوېدیځ زون د تميز عالي مقام له تائيد وروسته پر متهم تطبيق شو.

د یادې تعزیري سزا د تطبيق په موخه جوړې شوې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، مراجعینو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی