کندهار ولایت کې څلورو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۱:۳۳
کندهار ولایت کې څلورو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه


نن یکشنبه (د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانیه میاشتې په ۲۴مه نېټه) د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د جزا دېوان د حکم په اساس  څلورو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو، د مرافعه محکمې په انګړ کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د متهمینو دوسیې محکمې ته تر راجع کېدو وروسته د کندهار د مرافعه محکمې د جزا دېوان لخوا په دقت وڅېړل شوې ؛ یاد دېوان متهمینو ته پر ۱۸ میاشتې تنفیذي بند سربېره هر متهم ته د (۳۹) دُرې تعزیري سزا د تطبیق فیصله وکړه، دغه فیصله د جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي مقام او د سترې محکمې د قضائي معاونیت لخوا هم تائید شوه.
متهمینو ته د تعزیري سزا د حکم د تطبیق پر مهال د محاکمو پر مسؤولینو سربېره مراجعینو او عامو هیوادوالو هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی