کندهار ولایت کې د محاکمو د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۸:۵۳
کندهار ولایت کې د محاکمو د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

د جنوب غرب زون د تمیز عالي مقام د عمومي رئیس او د سترې محکمې د قضائي معاون محترم شیخ ابوالفیضان صاحب په هدایت د دغه ولایت په مرافعه محکمه کې د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی درې ورځنی اداري سیمینار د سه شنبه په ورځ (۲۳ /۷ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه پای ته ورسېد.

په دغه اداري سیمینار کې چې د رجب میاشتې په ۲۱مه پیل شو، د مسلکي روزونکو او استادانو لخوا د صادرې او واردې کتاب، د تمیز حقوقي او جزائي اندراج، د مرافعه محکمې حقوقي او جزائي اندراج، د ابتدائیه محکمې حقوقي او جزائي اندراج، د رسیداتو کتاب او د عرایضو دفتر تدریس شول.

په یاد سیمینار کې د تمیز عالي مقام، د کندهار ولایت د مرافعه، ښاري او نږدې ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو اداري کارکوونکو ګډون درلود.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

د زابل ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس مفتي موسی کلیم (برهاني) په مشرۍ؛ د ياد رياست ټولو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په  ۲۰/ ۳ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۳۴
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي بلخ زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې الحاج مفتي محمد (عمري) او الحاج مولوي جمیل احمد (جلال) يې ملتیا کوله، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول. . .

بیا په خبرونو کی