په ۱۴۴۴ هـ ق کال کې د کندهار ولايت د محاکمو د قضاٸي او اداري اجرآاتو راپور

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۵:۴۴
په ۱۴۴۴ هـ ق کال کې د کندهار ولايت د محاکمو د قضاٸي او اداري اجرآاتو راپور

١- د مرافعه محکمې دېوانونو ته په ۱۴۴۴ هـ ق  کال کې په جزاٸي برخه کې (۶۲۳) دوسیې واردې شوې، له دې جملې څخه (۲۴) جلده دوسيې مکتوبي مستردې شوې، د (۳۱۳) دوسیو په تړاو قرار قضاٸي صادر شوي، (۱۸۲) جلده دوسيې فیصله شوې او (۲۸) جلده پاتې دي.

په حقوقي برخه کې یادو دېوانونو ته (۹۲۰) جلده دوسیې واردې شوې، له دې جملې څخه (۲۵۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۵۰۱) دوسیو په تړاو قرار قضائي صادر شوي، (۳۰) دوسیې فیصله شوې او پاتې ۱۴۴۵ هـ ق کال ته انتقال شوې دي.

٢- د اسنادو او وثيقو د ثبت او مخزن آمریت په ۱۴۴۴ کال هـ ق کې (۲۴۸۴) بېلا بېل وثایق اجرا کړي دي.

٣- د ښاري ابتدائیه محکمې دېوانونو ته د ۱۴۴۴ هـ ق کال په جریان کې په جزاٸي برخه کې(۱۶۵۰) دوسیې واردې شوې، له دې جملې څخه (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۱۰۹) دوسیو په تړاو قرار قضائي صادر شوي، (۴۴۹) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې ۱۴۴۵ هـ ق کال ته انتقال شوې دي.

په حقوقي برخه د ښاري ابتدائيه محکمې دېوانونو ته (۲۴۴۴) دوسیې واردې شوې، له دې جملې څخه (۱۰۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۲۸۴)  دوسیو په تړاو قرار قضائي صادر شوي، (۵۱۹) دوسيې فیصله شوې او پاتې دوسیې ۱۴۴۵ هـ ق کال ته انتقال شوې دي.

٤- د کندهار ولایت د (۱۹) ولسوالیو ابتدائیه محاکمو ته په ۱۴۴۴ هـ ق کال کې ( ۲۳۲۹) جلده حقوقي دوسیې واردې شوې، له دې جملې څخه (۱۵۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۵۸۸) دوسيو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۸۱) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې ۱۴۴۵ هـ ق کال ته انتقال شوې دي.

 همدارنګه په جزاٸي برخه کې (۱۸۵۷) دوسیې واردې شوې، له دې جملې څخه (۲۸۰) جلده مکتوبي مستردې شوې، د (۱۰۲۲) دوسيو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۱۸۵) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې ۱۴۴۵ هـ ق کال ته انتقال شوې دي. دغه راز يادو محاکمو (۳۰۳۳) بېلا بېل وثایق هم اجراء کړي دي.

٥- د کندهار زون نظامي محکمې ته په ۱۴۴۴ هـ ق کال کې په حقوقي برخه کې (۱۶۰) جلده دوسیې واردې شوې، له دې جملې څخه (۱۳) جلده مکتوبي مستردې شوې، د (۱۳۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۸) دوسيې فیصله شوې او  پاتې دوسيې ۱۴۴۵ هـ ق کال ته انتقال شوې دي.

همدارنګه په جزاٸي برخه کې (۵۰۴) دوسیې يادې محکمې ته واردې شوې، له دې جملې څخه (۳۵)دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۳۶۱) دوسيو په تړاو قضائي قرار صادر شوي، (۹۰) دوسيې فیصله شوې او پاتې دوسیې ۱۴۴۵ کال هـ ق ته انتقال شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی