په غور ولایت کې یوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۱:۵۵
په غور ولایت کې یوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

نن سه شنبه (۱۴/۵/۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د حکم په اساس یوه مجرم ته له کوره د تېښتې په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.
 یاد مجرم ته چې محکمې پرې د شپږ میاشتې تنفیذي بند او (۲۵) شرعي دُرو د تطبیق حکم کړی و، د تنفیذي بند د مودې تر پوره کېدو وروسته نن د غور ولایت د مرکز اړوند ورزشي سټډیوم کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه کې د محاکمو او نورو ولایتي ادارو پر مسؤولینو سربېره دیني عالمانو، قومي مشرانو او عامو هیوادوالو ګډون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی