هلمند کې ۱۶ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۱:۱۱
هلمند کې ۱۶ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

نن پنجشنبه (۱۱ /۷ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ۱۶ مجرمینو ته د فسق او فجور، نامشروع اړیکو، غلا او لواطت د جرمونو په وجه تعزیري سزا ورکړل شوه.

یادو مجرمینو ته د تعزیري سزا د تطبیق په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د محاکمو او نورو ولایتي ادارو پر مسؤولینو، علماء کرامو او قومي مخورو سربېره عامو خلکو هم ګډون کړی و.

باید وویل شي چې د دغو مجرمینو دوسیې د ګرشک ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا څېړل شوې وې او ټولو مجرمینو د محکمې په پرېکړه قناعت درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۱۱
Background image

د روزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د روزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په ډېرو هڅو؛ په ۱۵/۱/۱۴۴۸ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې وه او يو کس په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۳:۳۹
Background image

د سترې محکمې د جنوب‌ لوېديځ زون قضائي مرستيال په مشرۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د جنوب‌ لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب په مشرۍ، د قضائي معاونیت د دفتر رئیس، د جنوب‌ لوېديځ زون د تمیز ریاست د دفتر رئیس، د قضائي تفتیش او قضائي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۳
Background image

د  ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د حصارک او چپرهار  ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۶مه او ۱۴مه نېټه د ننګرهار ولايت د حصارک او چپرهار. . .

بیا په خبرونو کی