زابل ولایت کې څلورو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۹:۳۷
زابل ولایت کې څلورو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پنجشنبې په ورځ (۲/۱/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د حکم په اساس په همدې ولسوالۍ کې څلورو کسانو ته د غلا، لواطت او د یاثت په جرمونو تعزیري سزا ورکړل شوه.

یادو مجرمنیو ته د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې ناسته کې د زابل د محاکمو او نورو ادارو پر مسؤولینو سربېره علماء کرامو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر عامو هیوادوالو ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د مسؤولینو تر ویناوو وروسته د مجرمینو د قضایاوو خلاصه بیان شوه، وروسته هر یو ته د محکمې د حکم مطابق ټاکلې تعزیري سزا (دُرې) تطبیق شوه او غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی