د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس د څوکۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۹:۵۵
د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس د څوکۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته سفر وکړ

د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رمضان میاشتې په ۱۵مه نېټه  د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عزیز الرحمن (حقاني) او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت د څوکۍ ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.

د مرافعه محکمې رئیس د دغه سفر پر مهال د څوکۍ ولسوالۍ قضائي او اداري اجراآت له نږدې وکتل؛ وروسته یې په مربوطه محکمه کې د شته ځينو اړینو مواردو په اړه د ابتدائیه محکمې له رئیس محترم مولوي محمد مسلم  سره هر اړخیزې خبرې وکړې .

د استیناف محکمې رئیس څرګنده کړه چې زمونږ دغه سفرونه د محاکمو په اجراآتو کې د شفافیت او د هېوادوالو ستونزو ته په ټاکلي وخت د رسېدنې سبب کېږي او ان شاءالله په راتلونکي کې به هم د محاکمو د اجراآتو څخه د څارنې او د مشکلاتو د حل او د هېوادوالو د ستونزو د اورېدو او حل په موخه خپلو سفرونو ته ادامه ورکوو؛ تر څو د محاکمو اجراآت په احسنه، شفافه او بې پرې توګه ترسره شي.

د استیناف محکمې رئیس د یاد سفر په جریان کې د څوکۍ ابتدائیه محکمې د چت د ایزوګام او نورې ساختماني چارې چې په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې د یادې محکمې د غوښتنې په اساس ترسره شوې وې له نږدې وکتلې.

د یادې ابتدائیه محکمې رئیس ډاډ ورکړ چې خپلې ټولې چارې به د شرعي اصولو مطابق په ټاکلي وخت او شفافه توګه ترسره کوي.

په پای کې د مرافعه محکمې رئیس حاضرۍ ته په پابندۍ، پر ټاکلي وخت قضایاو ته پر رسېدنه، له مراجعینو سره په ښه سلوک او په اجراآتو کې پر شفافیت ټینګار وکړ .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی