د کندهار ولایت مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو غونډه ترسره شوه
د ۱۴۴۴/۱۱/۲۴ هـ ق نېټه د کندهار ولایت مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو غونډه په داسي حال کې چې د یادو دېوانونو رئیسانو د تحریراتو رئیس او وثایقو آمر ګډون درلود، د مرافعه محکمې رئیس شیخ الحدیث مولوي عبد الغفار (بحر) په مشرۍ دائره شوه.
په شروع کې د قرآن کریم څو مبارک آیاتونه مولوي عبدالجلیل (سفیان) د مدني دېوان رئیس تلاوت کړل.
وروسته د مرافعه محکمې رئیس په خپله وینا کې وویل، څرنګه چې لیدل کیږي یو تعداد د مرافعه محکمې رئیسانو له محبس څخه لیدنه کړې ده او په خپلو راپورونو کې یې یو تعداد د بندیانو د بې سرنوشتۍ معلومات راکړي، بهتره به وي چې په میاشت کې یو یا دوه ځله ټول د دېوانونو رئیسان هغه که ابتدائیه او یا مرافعه دي له محبس څخه لیدنه وکړي، ترڅو هیڅ یو بندي د بې سرنوشتۍ په حالت کې پاته نه وي او همدارنګه په یوه حقوقي موضوع کې بحث وشو او تعیین د هیئت وشو، تر څو ساحې ته ولاړ شي له نږدې په موضوع کې تحقیق او څیړنه وکړئ او هم بحث وشو چې محاکم دي په خپلو فیصلو کې د فیصلې لیکلو تعلیماتنامې (۶۴) مادې هدایت مطابق عمل وکړي.
او یاده غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.