د کندهار  د مرافعه محکمې رئیس له ښاري محکمې او ټولو اړوند دېوانونو لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۳:۴۲
د کندهار  د مرافعه محکمې رئیس له ښاري محکمې او ټولو اړوند دېوانونو لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالغفار (بحر) په 2 /8 /1444 هـ ق نېټه د دغه ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې او ټولو دېوانونو څخه لیدنه وکړه.

د استیناف محکمې رئيس په یاده لیدنه کې چې د کندهار د مرافعه محکمې د ېوانونو رئیسانو یې ملتیا کوله، د یادې محکمې له عمومي رئیس، د دې محکمې د ټولو دېوانونو له رئیسانو، مفتیانو او محررینو سره وکتل او د یو شمېر مهمو موضوعاتو اړوند یې ورسره تفصیلي خبرې وکړې.

دغه راز یې د هغوی دوسیې، صادره او وارده مکتوبونه، صادره او وارده فیصلې، تائید شوې، قطعي اونقض شوې او تر جریان لاندې فیصلې یې ارزیابي کړې.‎

پر دې سربېره د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي اجراء شوې فیصلې او د حاضرۍ کیفیت ملاحظه کړ؛ وروسته یې د ښاري محکمې اړوند ټول کارکوونکي نور هم خپلو کارونو ته متوجه کړل او توصیه یې ورته وکړه چې د سترې محکمې لخوا په ټاکل شوي وخت کې د خلکو موضوعات ورحل او فصل کوئ، خپلو چارو ته پر خپل ټاکلي وخت ځانونه حاضروئ.

د کندرهار د مرافعه محکمې رئیس د یادو محاکمو اړوند کارکوونکو ستونزې واورېدې او د امکان تر حده یې د ستونزو د حل ژمنه وکړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۰۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو د ۱۶ /۳ /۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۳۰ /۳ /۱۴۴۸ هـ ق نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۲
Background image

د لوګر ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۳۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۲۳۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۰) وثیقې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د رئيس مولوي حضرت محمد په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو، د سيمې علماوو او مصلحينو په منځګړيتوب،  په ۲۸/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه. . .

بیا په خبرونو کی