د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یو پلاوي په مشرۍ د بګرامي او خاکجبار ولسوالیو ابتدائیه محاکمو څخه څارنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۱:۴۱
د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یو پلاوي په مشرۍ د بګرامي او خاکجبار ولسوالیو ابتدائیه محاکمو څخه څارنه وکړه

د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د ذوالقعدې  د میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل ولایت د مرافعې محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور "رشاد آخندزاده" صاحب په مشرۍ، د مرافعه محکمې تجارتي دېوان رئیس ښاغلي مولوي عبدالله "اسرار"  او د مرافعه محکمې د عمومې ریاست تحریراتو مسؤل ښاغلي عنایت الرحمن "صافي"  په ګډون د بګرامي او خاکجبار ولسوالیو ابتدائیه محاکمو څخه د نظارت او کنټرول په موخه کتنه وکړ.

په پیل کې یاد پلاوي د بګراميو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته په ورتک سره د یادې محکمې قضائي او اداري چارې وڅېړلې او نیمګړتیاوي يې ورته په ګوته او د حلېدو په موخه یې بشپړ لارښوونې وکړې؛ وروسته د یادې ولسوالۍ د محکمې په ریاست کې د محکمې مسلکي او اداري غړي، د ولسوالۍ مسؤلین، د امنیتي چارو مشرتابه، د حقوقو مدیر، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسؤلین او د زراعت مسؤل په ګډون همغږۍ غونډه تر سره شوه.

 لومړی ښاغلي رشاد صاحب د غونډې ګډون والو ته په خطاب سره وویل: اوس الحمد لله په ټول افغانستان کې اسلامي نظام قائم دی او دا ویاړ په ډېرو کړاوونو لاس ته راغلی دی، نور موږ ټول باید د نظام په قائم ساتلو کې خپله پوره هڅه وکړو، کوم مسؤلیتونه چې موږ ته سپارل شوي په ښه توګه یې ترسره کړو، کومې ادارې چې د بګرامیو ولسوالۍ پورې مربوط دي باید خپل منځ کې پوره همغږي ولري تر څو خپلو چارو کې بریالي اوسي .

ورپسې د ولسوالۍ مسؤل او امنیتي چارو مسؤلین د مرافعه محکمې ښاغلو پلاوو ته د ښه راغلاست وروسته د دوی د راتګ هرکلی وکړ او زیاته يې کړل، چې الحمد لله د بګرامیو ولسوالۍ ټول مربوطه ادارې د یو بل سره ښې اړیکې لري او په ښه همغږي سره خپلې چارې ترسره کوي.

په پای کې د محکمې او حقوقو مدیریت ښاغلو کارمندانو د کارونو د ډېروالي او د کارمندانو د کموالي په هکله ښاغلي رشاد صاحب ته یادونه وکړ او د ښاغلي رشاد صاحب لخوا د دوی د ستونزو د حلېدو په هکله ډاډګېرنه ورکړل شوه.

ياد پلاوي د بګرامیو ولسوالۍ څخه وروسته د خاکجبار ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته ورغلل او د یادې محکمې قضائي او اداري چارو د څېړلو وروسته د موجوده ستونزو د حلېدو لپاره بشپړې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۲۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت وزه ځدراڼ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د قتل په تور؛ په ۱۹/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۲۲
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۹۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۲ /۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵ /۲ /۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

په خوست ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د علي‌شېر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د قتل، زنا په تور او نامشروع اړیکو په جرم، په ۱۸/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدا. . .

بیا په خبرونو کی