د کابل ولایت  د (۱۴) ولسوالیو ابتدائیه محاکمو  په دوو اونیو کې د (۹۷) دوسېو د حل تر څنګ  (۸۳)  وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۴:۵۰
د کابل ولایت  د (۱۴) ولسوالیو ابتدائیه محاکمو  په دوو اونیو کې د (۹۷) دوسېو د حل تر څنګ  (۸۳)  وثیقې هم اجرا کړې دي

د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د  محرم الحرام میاشتې له ۱۶ مې څخه تر ۳۰ مې نېټې پورې د دغه ولایت د څوارلس ولسوالیو د ابتدائيه محاکمو د جزائي، حقوقي دوسیو او د وثیقو د اجرا په برخه کې راپور په لاندې ډول دی:

1.    د دوسیو په برخه کې:

د دوو اونیو په ترڅ کې د کابل ولایت د څوارلس ولسوالیو ابتدائیه محاکمو ته (۱۳۴) دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې له دې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.  

له دې جملې څخه د (۲۹) قضیو په اړه پرېکړې صادرې شوې، د (۵۱) قضیو په تړاو د محکمې د حکم له مخې قضائي قرارونه صادر شوي، ( ۱۷) نورې دوسیې  مکتوبي مستردې شوې دي او پاتې دوسيې تر کار  لاندې دي.

2.    د وثیقو په برخه کې:

د دوو اوونیو په ترڅ کې د کابل ولایت د څوارلس ولسوالیو ابتدائیه محاکمو (۸۳) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوی عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو او ښاري ابتدائيه محکمې او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو په ګډون، په ۵ /۲ /۱۴۴۸هـ ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۲۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی