د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دې محکمې له دېوانونو او مخزن څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۱۲:۵
د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دې محکمې له دېوانونو او مخزن څخه لیدنه وکړه

د ۱۴۴۴هـ ق کال د رمضان المبارک مېاشتې په ۱۷مه د مرافعه محکمې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده)، د دې محکمې د جزأ، مدني، عامه امنیت، تجارتي او  ترافیکي دېوانونو او مخزن څخه د لیدنه وکړه.

د مرافعه محکمې عمومي رئیس یادو دېوانونو او مخزن  ته په ورتګ سره د هر دېوان او مخزن د حاضرۍ کتابونه او په اداري کتابونو کې د طرزالعمل سره سم د اجراآتو مطابقت وڅېړه.

ښاغلي مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) له دېوانونو او مخزن څخه د لیدنې پر مهال د یادو دېوانونو او مخزن اداري کارکوونکو ته د چارو د لابهبود په موخه ځینې اړینې لارښوونې هم وکړې.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی