د کابل د مرافعه محکمې رئیس د کورنیو چارو وزارت د جرمونو پر وړاندې د کشف او مبارزې له لوی رئیس سره وکتل

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۴:۵۵
د کابل د مرافعه محکمې رئیس د کورنیو چارو وزارت د  جرمونو پر وړاندې د کشف او مبارزې له لوی رئیس سره وکتل

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي  رئیس ښاغلي مولوي عبدالشکور  "رشادآخندزاده" صاحب د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۲۲مه نېټه د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو د څلورو زونونو له محترمو رئیسانو، د کورنیو چارو وزارت د  جرمونو پر وړاندې د کشف او مبارزې له لوی رئیس محترم مولوي سلطان محمد (مفکر) او د کورنیو چارو وزارت د عمومي تحقیقاتو او محبس له کارکوونکي محترم مولوي نور احمد سره د بندیانو دوسیو ته په وخت د رسېدنې او له هغوی سره  د شریعت مطابق چلند پر مواردو د بحث په موخه د کابل د مرافعه محکمې د مقام په دفتر کې وکتل.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې ښاغلي مولوي عبدالشکور (رشادآخندزاده) صاحب د غونډې ګډونوالو په ښه راغلاست سربېره مقدماني خبرې وکړې.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت محترمو مسؤولینو د بندیانو په هکله د دوی د اجراآتو په اړه  بشپړ معلومات  وړاندې کړل او د خپلو اجراآتو د لا بهبود  لپاره یې د مرافعې محکمې له رئیس څخه په یو لړ مربوطه مواردو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروسته د مرافعه محکمې رئیس ښاغلي "رشاد آخندزاده" صاحب او د څلورو زونونو د ابتدائیه محاکمو ښاغلو رئیسانو د بندیانو دوسیو ته په ښه توګه د رسېدنې په هکله هر اړخیز بحث وکړ.

د ناستې په پای کې دواړو ارګانونو په مربوطه مواردو کې یو بل ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس محترم شیخ سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د دې محکمې اړوند دېوانونو د رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۱۷
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې (۱۲۸۳) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۲۸۳) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
۱-. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۲:۱۳
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۲۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۲۱) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی