د کابل د مرافعه محکمې رئیس د ښاري محاکمو له مسؤولینوسره تعارفي ناسته ترسره کړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۱:۳
د کابل د مرافعه محکمې رئیس د ښاري محاکمو له مسؤولینوسره تعارفي ناسته ترسره کړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد اخندزاده) د تعارفي ناستو په دوام د یکشنبې په ورځ (۲۱ /۷ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د کابل د ښاري ابتدائیه محاکمو له رئیسانو او د دغه ښار د څلورو زونونو د ابتدائيه محاکمو د دېوانونو له رئیسانو سره د مرافعه محکمې د ریاست د مقام په دفتر کې تعارفي ناسته ترسره کړه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې محترم مولوي عبدالشکور (رشاداخندزاده) له ښه راغلاست وروسته د ښاغلو رئیسانو څخه د ځانونو د معرفي کولو اوپه دوی پورې اړوند محاکمو د کارونو د حجم  د بیانولو غوښتنه وکړه.

د کابل ښار د څلورو زونونو د ابتدائيه محاکمو د دېوانونو ټولو رئیسانو د ځانونو د معرفي کولو ترڅنګ د خپلو ورځنیو کارونو، د کارونو د ډېروالي په نسبت د کارکوونکو د کمښت، په ځینو دېوانونو کې د تخنیکي وسایلو د نشتوالي او د دوسیو د اجراآتو په هکله معلومات وړاندې کړل.

ورسته ښاغلي مولوي (رشاد اخندزاده) دوسیو ته د رسېدنې په جریان کې د شته ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې او ټولو رئیس صاحبانو ته يې هدایت وکړ چې د هرې ستونزې د رامنځته کېدو سره سم دې د مرافعې محکمې د ریاست مقام ته خبر ورکوي، ترڅو په ټاکلې وخت حل او ورته رسېدنه وشي.

دغه راز د مرافعه محکمې رئیس د بندیانو د دوسیو په ښه او چټکه توګه د اجراء کولو، د بندیانو د شکنجه کېدو د مخنیوي او د زندانیانو د وضعیت او حالت معلومولو لپاره زندانونو ته د قاضي صاحبانو د ورتګ او د اسلامي امارت له اصولو سره سم د بندیانو د برخلیک معلومولو او د هغوی د دوسیو ته د ژر تر ژره رسېدو په اړه هدایات وکړل.

په پای کې ښاغلي مولوي (رشاد اخندزاده) د مجلس د غوښتنو سره سم وویل، هر یو دېوان چې وسایلو ته اړتیا لري باید خپل وړاندیزونه د مرافعه محکمې ریاست ته وړاندې کړي.

غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ولایت د مرافعه محکمې د مرستیال په مشرۍ د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو له آمرینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال ابوالاعجاز مفتي محمد مبین (الطاف)؛ د کابل ولایت د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو له آمرینو سره، په ۱۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وکړه.
په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۳۹۷) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې (له ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۳۹۷) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۴۶
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۹۷۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۱۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۹۷۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۶۱۹). . .

بیا په خبرونو کی