د کابل د مرافعه محکمې رئیس د ياد ولايت د څو امنيتي حوزو له مسؤولينو  سره د همغږۍ غونډه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۹:۳۴
د کابل د مرافعه محکمې رئیس د ياد ولايت د څو امنيتي حوزو له مسؤولينو  سره د همغږۍ غونډه وکړه


څه موده وړاندې د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) او د کابل ښاري ابتدائیه محاکمو محترمو رئیسانو ترمنځ په اړوندو محاکمو کې د ستونزو د حل، مراجعینو ته د آسانتياوو برابرولو او دوسیو ته په خپل وخت د رسېدنې په موخه غونډه تر سره شوې وه، په یاده غونډه کې پرېکړه شوې وه چې باید د ټولو هغو ادارو سره په دوامداره توګه غونډې ترسره شي چې له محاکمو سره تل په اړیکو کې دي.
د یادې غونډې د پرېکړې پر بنسټ د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۲۱مه نېټه د کابل ښار د لومړۍ حوزې د ابتدائیه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالبصیر (مصعب) په مشرۍ، د جزا او امنیت عامه دېوانونو محترمو رئیسانو، د یاد زون اړوند د امنيتي اول، اتم، دولسم ،شپاړسم او ۲۱مو حوزو آمرینو، د کشف او جنائي مدیرانو په ګډون د دې محکمې د مقام په دفتر کې د همغږۍ غونډه تر سره شوه.
ياده غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د دواړو ادارو شته ستونزې او خنډونه چې دوسیو ته د رسېدنې پر مهال د ځنډ لامل کېږي معلوم شول او وروسته د یادو ستونزو د حل په موخه تفصیلي خبرې وشوې.
په پای کې د دواړه ادارې د جامع حللارو په وړاندې کولو سره هوکړې ته ورسېدل او ژمنه یې وکړه چې يادې وړاندې شوې حللارې به عملي کوي، تر څو دوسيو ته په وخت رسېدنه وشي او د خلکو ستونزې حل شي.
غونډه د دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس محترم مفتي عزیزالله (حيدري) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د حقوقو او وثايقو آمرينو او امنيتي قطعې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس محترم شیخ سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د دې محکمې اړوند دېوانونو د رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د یو. . .

بیا په خبرونو کی