د کابل د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت اړوند ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له رئیسانو سره وکتل

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۴:۱۴
د کابل د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت اړوند ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له رئیسانو سره وکتل

د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د اتمې میاشتې په ۱۴مه نېټه د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) د کابل ولایت د ۱۴ولسوالیو  د ابتدائيه محاکمو له رئیس صاحبانو سره د یادې محکمې په ریاست مقام کې تعارفي غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرآن مجید د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم مولوي رشاد آخندزاده له ښه راغلاست او معرفت وروسته د ښاغلو رئیسانو د کاري اجراآتو او ستونزو د بیانولو غوښتنه وکړه.

ښاغلو رئیسانو د خپلو ورځنیو کارونو، د کارکوونکو د کموالي، د محاکمو مسؤولینو ته د سهولتونو، یو شمېر ضروریاتو د نشتوالي او ځیني ماهوي ستونزو په هکله معلومات وړاندې کړل .

محترم مولوي رشاد آخندزاده د کابل ولایت په محاکمو کې د هر ډول ستونزو د موجودیت په صورت کې د یادو ستونزو د حل کولو په اړه د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

د مرافعه محکمې رئیس قضاتو ته په خطاب کې وویل، قضائیه ځواک  یو مستقل ارګان دی، هېڅوک حق نه لري چې په قضائي چارو کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول لاسوهنه وکړي، قاضیان د هیڅ قانون او امر تابع نه دي مګر دا چې د اسلامی شریعت مطابق وي.

هغه زیاته کړه، خپلې ټولې قضائي کړنې د اسلامي شریعت پر بنسټ ترسره کړئ، ټول هغه قوانین او شکلي اجراآت چې د شریعت سره مخالف وي باید په جدي توګه ترې مخنیوی وشي، دوسیې باید په خلص توګه ترتیب شي او د غیر ضروري استعلامو څخه باید مخنیوی وشي، استفتاء او فتواء باید په رسمي ډول ترسره شي.

د کابل د مرافعه محکمې رئیس د غونډې په دوام د فیصلو لیکلو طریقې او ځینې نورو اړینو اجراآتو په هکله لارښوونې وکړې.

په پای کې تصمیم پر دې شو چې دغه ناستو ته به دوام ورکوو ان شاءالله.

غونډه په دعائیه سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:

1.    (۵۴۲۹۰) ليټره پطرول او ډیزل تیل، (۲۷۸) کیلو مایع ګاز او (۳۵۳۶). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۲
Background image

د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې پلان او پاليسۍ ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
1.    د میراث او ملکیت حق، د ښځو د لاسرسي اړونده قضیو يو راپور ترتیب او اړونده مرجع. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۸۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۱۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۰/ ۲/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه ۲۲ /۲ / ۱۴۴۸ هـ ق نېټې پورې (۷۸۴) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی