د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په يوه مياشت کې (۱۴۷) دوسيې حل او فصل کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۴:۲۹
د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په يوه مياشت کې (۱۴۷) دوسيې حل او فصل کړې دي

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۶/ ۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۶/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې (۱۴۷) دوسيې حل او فصل کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
۱- د دې محکمې د جزا دېوان:
د جزا دېوان ته په يوه مياشت کې (۵۰) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۶) دوسیې فیصله شوې، د (۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۲ـ د دې محکمې د عامه امنیت دېوان :
د عامه امنيت دېوان ته په يوه مياشت کې (۳۴)  دوسیې وارد شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۳) دوسیې فیصله شوې، د (۱۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۳ـ د دې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان:
د نظامي منسوبينو دېوان ته په يوه مياشت کې (۱۱) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۷) دوسیې فیصله شوې، د (۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي،  (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۴ـ د دې محکمې مدني دېوان:
مدني دېوان ته په يوه مياشت کې (۴۴) دوسیې وارد شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۵ـ د دې محکمې تجارتي دېوان:
تجارتي دېوان ته په يوه مياشت کې (۵۵) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۳) دوسیې فیصله شوې، د (۲۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی