د کابل د ده سبز ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته نوی رئيس ور معرفي شو

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۴:۳۲
د کابل د ده سبز ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته نوی رئيس ور معرفي شو


د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانيه میاشتې په ۲۰مه نېټه د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته نوی رئیس محترم مفتي صفت الله (عباس) د یوې غونډې په ترڅ کې د يادې محکمې منسوبینو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کابل ولایت د مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس محترم مولوي عتیق الله (عمر)، د ده سبز محکمې قضائي غړو، د ده سبز ولسوالۍ د ولسوال مرستیال، د مرافعه محکمې د مدني او امنیت عامه دېوانونو مدیرانو، د یادې ولسوالۍ د حقوقو مدیر او نورو کارکوونکو ګډون درلود.
ياده غونډه د حمد او ثنا په ویلو پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې د مدني دېوان مدیر مولوي نورآغا (مدني) د محکمې د پخواني رئیس خدمات وستایل او نوي رئیس ته یې په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
ورپسې د نوي رئیس محترم مفتي عباس د مقررۍ مکتوب ولوستل شو او ټولو کارکوونکو ته رسماً ور معرفي شو.
د غونډې په پای کې د یادې محکمې نوي رئیس ګډونوالو ته وویل، الحمدلله چې موږ یو اسلامي نظام لرو، د امیر امر په موږ واجب دی چې اطاعت ترې وکړو او د الله تعالی د کلام مطابق به زه هم تر خپل توان کوښښ کوم چې په ښه توګه خپله ياده دنده ترسره کړم.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۲۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۲۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام‌الله (عادل) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې، دارالافتاء او تحریراتو رئیسانو، د وثیقو او سندونو د لومړۍ او دویمې حوزې د حقوقو آمرينو او. . .

بیا په خبرونو کی