د کابل ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په يوه مياشت کې (۱۶۷۴) دوسيې حل او فصل کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۱:۵۱
د کابل ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په يوه مياشت کې (۱۶۷۴) دوسيې حل او فصل کړې دي


د کابل ولایت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په يوه مياشت کې له ( ۱۶/ ۴/ ۱۴۴۵هـ ق څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې (۱۶۷۴) دوسيې حل او فصل کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په يوه مياشت کې (۵۶۵) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۳۴۰) دوسیې فیصله شوې، د (۱۸۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۸) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په حقوقي برخه کې:
د کابل د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په يوه مياشت کې (۴۱۵) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۶۵) دوسیې فیصله شوې، د (۴۱۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۶) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
 د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په يوه مياشت کې (۳۹۲) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۷۵) دوسیې فیصله شوې، د (۳۷۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۸) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی