د پکتیکا ولایت اړوند محاکمو د ۱۴۰۱ هـ ش کال په درېیمه ربعه کې د ۵۶۵ قضایاوو په حل او فصل سربېره ۳۸۱ وثایق اجراء کړي دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۵ - ۱۰:۱۶
د پکتیکا ولایت اړوند محاکمو د ۱۴۰۱ هـ ش کال په درېیمه ربعه کې د ۵۶۵ قضایاوو په حل او فصل سربېره ۳۸۱ وثایق اجراء کړي دي

د ۱۴۰۱ هـ ش کال په درېیمه ربعه کې د پکتیکا ولایت استیناف محکمې، ښاري محکمې دېوانونو او ټولو ابتدائیه محاکمو د قضائي اجراآتو خلاصه راپور  په لاندې ډول شریک شوی دی:

ابتدائیه محاکم:

د ۱۴۰۱ هـ ش کال په درېیمه ربعه کې د پکتیکا ولایت اړوند ابتدائیه محاکمو ته (۸۳۴) بېلا، بېلې قضیې واردې شوې، د یادو قضیو له ډلې ۴۶۴ حل او فصل شوې او نورې تر کار لاندې دي.

ښاري محکمه:

 د ښاري محکمې دېوانونو ته د ۱۴۰۱ هـ ش کال په درېیمه ربعه کې (۱۴۸) قضیې وارېدې شوې دي، له دې جملې څخه ۳۷ یې حل او فصل شوې او پاتې تر کار لاندې دي.

استیناف محکمه:

د استیناف محکمې دېوانونو ته د ۱۴۰۱ هـ ش کال په درېیمه ربعه کې (۱۳۵) قضيې واردې شوې، له دې جملې ۶۴ یې حل او فصل شوې، پاتې نورې تر کار لاندې دي.

اجراء شوي وثایق:

د ۱۴۰۱ هـ ش کال په درېیمه ربعه کې د پکتیکا ولایت اړوند محاکمو په مجموعي ډول (۳۸۱) بېلا، بېل وثایق اجراء کړي دي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۱:۳۴
Background image

د ننګرهار د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د زندانونو چارو د سمون رياست او توقيف خونو څخه ليدنه وکړه

په ۱ /۸ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده)، د ښاري محکمې رئیس مولوي امان الله (الحقاني) او د ښاري محکمې د امنیت عامه دېوان رئیس قاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۱:۲۶
Background image

د پکتیا د مرافعه محکمې عمومي رئيس د پکتیا زون له نظامي محکمې څخه لیدنه وکړه

 د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۲مه نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) او ورسره مل پلاوي د پکتیا زون له نظامي محکمې څخه لیدنه وکړه.
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د کابل ولایت د استالف او پغمان ولسوالیو ابتدائیه محاکمو ته نوي رئیسان معرفي شول

د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۶مه نېټه د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ ابتدائیه محکمې نوی رئیس محترم مولوي عبدالغفور (امین) او د پغمان ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې نوی رئیس محترم. . .

بیا په خبرونو کی