د پکتیکا د مرافعه محکمې رئیس د دې محکمې له قضاتو او اداري کارکوونکو سره وکتل
د روان هجري قمري کال د رمضان میاشتې په ۱۸مه نېټه د پکتیکا ولایت د استیناف محکمې د قضاتو او اداري کارکوونکو ترمنځ د رسمي چارو او کارونو د لاښه والي او پرمختګ په اړه اداري ناسته ترسره شوه.
په یاده اداري ناسته کې چې د استیناف محکمې د رئیس محترم مفتي عبیدالله«خالد» په مشرۍ جوړه شوې وه د استیناف محکمې د دېوانونو رئیسانو، مفتيانو، محررینو، د وثایقو او مخزن آمریت آمر او ټولو اداري کارکوونکو ګډون درلود.
ناسته د مدني او حقوق عامه دېوان د رئیس محترم الحاج مولوي عبدالله «فیاض» لخوا د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د استیناف محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله «خالد» هر اړخیزه وینا وکړه، ټولو قضائي او اداري کارکوونکو ته یې د تقوا او حاضرۍ او خپلو کارونو ته په وخت د رسېدنې او هغه دېوانونه چې د کارونو حجم یې د نورو په پرتله ډېر دی د همکارۍ په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي په خپله وینا کې د قضاء د اهمیت په اړه وویل، چې قضاء د اسلامي نظام یو مهم ارګان دی، نو لازمه ده چې د قضاء حیثیت ته پام وشي ترڅو پر قضاء باندې د عامو خلکو د باور فضا له منځه لاړه نشي.
دغه راز په یاده اداري ناسته کې یو شمېر ستونزې او مشکلات یاد شول چې الحمدلله تر ډېره ورته رسېدنه وشوه.
ناسته د مدني او حقوق عامه دېوان د رئیس محترم الحاج مولوي عبدالله «فیاض» لخوا په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.
