د پکتیکا د استیناف محکمې رئیس د ارګون او یوسف خیل ولسوالیو له قضاتو سره وکتل

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۵:۸
د پکتیکا د استیناف محکمې رئیس د ارګون او یوسف خیل ولسوالیو له قضاتو سره وکتل

د پکتیکا ولایت د استیناف محکمې رئیس په (۲۶/۹/۱۴۴۴هـ ق) نېټه د رسمي چارو او کارونو د لاښه والي او پرمختګ په موخه داستیناف محکمې په تالارکې د یاد ولایت د ارګون او یوسف خېل ولسوالیو له قضاتو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله «خالد» د یادو محاکمو قضاتو ته د مشرتابه مقام د فرامینو او د سترې محکمې د متحد المآلونو د تعقیب او تطبیق، تقوا، حاضرۍ ته پر پابندۍ، د قضاء اړوند کارونو کې د اخلاص او صداقت او له مراجعینو سره د نېک چلند په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

همداشان یې محترمو قضاتو ته وویل، چې واردو شوو قضیو ته باید په وخت سره رسېدنه وکړي او له کوم شرعي عذر پرته د خلکو په دوسیو کې ځنډ واقع نشي؛ ترڅو پر محاکمو د خلکو د باور  فضاء لا زیاته او د بې ځایه تکلیف مخنیوی شوی وي.

په دې ناسته کې ځینې ستونزې او مشکلات بیان شول چې الحمدلله تر ډېره ورته رسېدنه وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی