د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښاري ابتدائیه محکمې دوه تنه مجرمینو ته د غلا په جرم تعزیري سزا ورکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۱۱:۲۲
د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښاري ابتدائیه محکمې دوه تنه مجرمینو ته د غلا په جرم تعزیري سزا ورکړه

نن پنج شنبه ۱۸ / ۱۲ / ۱۴۴۴ ه ق نېټه د پکتیا ولایت مرکز ګردېز په سټوډیوم کې د ښاري ابتدائيه محکمې ریاست د جزا دېوان لخوا دوه تنو مجرمینو ته د سرقت «غلا» د جرم  له امله تعزیري سزا ورکړل شوه.
یاد دوه تنه مجرمین چې په جلا جلا پیښو کې د غلا په جرم نیول شوي وو له زور او جبر پرته یې په خپلو جرمونو اعتراف او اقرار وکړ.
 د یادو مجرمینو نسبتي دوسیې د پکتیا ولایت ښاري ابتدائيه محکمې ریاست د جزا دېوان لخوا وڅېړل شوې او قطعي شوې، چې وروسته د دوسیو ټول اصولي مراحل د سترې محکمې لوړ مقام له هدایت سره سم طی شول.
په یاه غونډه کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس مفتي امان الله «منقاد حقاني» د پکتیا ولایت ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان رئيس مولوي سیداکرم «حماسي» د پکتیا ولایت مرافعه محکمې او د پکتیا ولایت ښاري ابتدائيه محکمې قضايي او اداري غړي، د پکتیا ولایت مقام قدرمن مسؤلین او د پکتیا ولایت د نورو دفاترو پر مسؤلینو سربېره د پکتیا ولایت عام ولس هم ګډون درلود، د غونډې په جریان کې د پکتیا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس مفتي امان الله «منقاد حقاني» اصلاحي وینا وکړه او غونډه د دعايې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوی عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو او ښاري ابتدائيه محکمې او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو په ګډون، په ۵ /۲ /۱۴۴۸هـ ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۲۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی