د پکتیا ولایت محاکمو په یوه میاشت کې د (۲۹۴) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۶۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۹:۸
د پکتیا ولایت محاکمو په یوه میاشت کې د (۲۹۴) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۶۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له ۱۴۴۴/۱۲/۱  هـ ق څخه تر  ۱۴۴۴/۱۲/۱۹ هـ ق نېټې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه کې:

په تېره یوه میاشت کې (۱۲۰) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۹۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۴۰ ) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۲۵) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تېره یوه میاشت کې (۷۵)جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوي دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۱۸) دوسیه مکتوبي مستردې شوې، د (۲۵) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۲۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (۱۶۳) بېلا بېل وثایق هم اجرا شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۹۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۹۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۲:۶
Background image

د ميدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) د يو پلاوي په ملتيا په ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې لومړی د مرافعه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د نورستان ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ؛ د دېوانونو د رئیسانو، قضائي غړو، د مرافعه او ښاري محاکمو منسوبینو په ګډون په ۱۹ /۴ /۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري ناسته. . .

بیا په خبرونو کی