د پکتیا ولایت د مرافعې محکمې لپاره د نوي ټاکل شوي رئيس د معرفت غونډه ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۲:۵۲
د پکتیا ولایت د مرافعې محکمې لپاره د نوي ټاکل شوي رئيس د معرفت غونډه ترسره شوه

د یکشنبې په ورځ (د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د درېیمې میاشتې په دوهمه نېټه) د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې د دغه ولایت د مرافعه محکمې لپاره د نوي ټاکل شوي رئيس محترم الحاج مفتي عبیدالله «خالد» د معرفت غونډه تر سره شوه.

غونډه د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائيه محکمې د ترافیکو دېوان د عضو محرر مولوي عبدالله «دیوبندي» لخوا د قرآنکریم  د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پکتیا ولایت مرستیال والي محترم مولوي انعام الله «صلاح الدین»، د پکتیا ولایت امنیه قوماندان محترم الحاج مولوي محمدعمر «مخلص»، د پکتیا زون نظامي ابتدائيه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالهادي «همت»، د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي محمدرحیم «نعماني»، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئيس محترم مولوي واحدالله «صدیقي»، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د امنیت عامه دېوان رئيس محترم مولوي حمدالله «حمیدي»، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د مدني او عامه حقوقو دېوان رئيس محترم مولوي محمدکریم «نسیمي»، د پکتیا ولایت د عدلیې رئيس محترم مولوي محمد رئيس «محمدي»، د پکتیا ولایت د چاپېریال ساتنې رئيس محترم مولوي عبدالهادي، د پکتیا ولایت د عامې روغتیا رئيس محترم مولوي خیرمحمد «منصور»، د پکتیا ولایت د علماوو شورا غړو، د پکتیا ولایت د بېلابېلو ادارو لوړ رتبه مسؤولینو او عامو هیوادوالو ګډون درلود.

د غونډې په دوام د پکتیا مرستیال والي محترم مولوي انعام الله «صلاح الدین» خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې د قضاء او امر بالمعروف چارې دروند مسؤولیت وباله، د قضاء اصول یې د اسلامي شریعت سره سم بیان کړل او د حضرت عمر«رضی الله عنه» د اقوالو سره سم یې پر استقامت او اخلاص خبرې وکړې.

نوموړي په غونډه کې حاضر مسؤولین او نور ګډونوال تقوا ته وهڅول او یادونه یې وکړه  چې که چېرې تاسو تقوا ولری ستاسو تر لاس لاندې کسان به د شرعي امورو سره سم ستاسو اطاعت کوي.

د پکتیا مرستیال والي د استقامت په هکله د ابراهیم بن ادهم «رحمه الله»  زرینې کیسې د غونډې ګډونوالو ته بیان کړې او په پای کې يې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې نوي ټاکل شوي رئيس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» ته ښه راغلاست ووایه او د لا بریاوو غوښتنه یې ورته وکړه.

دغه راز د پکتیا ولایت امنیه قوماندان الحاج مولوي محمدعمر «مخلص» صاحب د شهیدانو پر منزلت او د کونډو او یتیمانو پر احوال رڼا واچوله، د اسلامي نظام پر بقاء یې خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې باید د اسلامي نظام شکر اداء کړو .

ورپسې د پکتیا زون نظامي ابتدائيه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالهادي «همت» صاحب  په خپلو خبرو کې په اسلامې نظام کې د چارواکو تغیر او تبدیل یو اصل وباله، د مسؤولینو د تغیر او تبدیل په مورد یې د اصحابو کرامو اقوال او افعال بیان کړل، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې لپاره نوي ټاکل شوي رئيس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» صاحب ته یې ښه راغلاست ووایه او د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې مخکني رئيس مفتي امان الله «منقاد حقاني» څخه یې مننه وکړه او په لوګر ولایت کې یې د نوي مسؤولیت مبارکي ورکړه.

د پکتیا د مرافعه محکمې مخکني رئیس محترم مفتي امان الله «منقاد حقاني» هم د خپلو خبرو په دوام د پکتیا ولایت مرافعه محکمې لپاره د نوي ټاکل شوي رئيس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» ستاینه وکړه،  نوموړی یې د همدې بست لایق وباله او په امورو کې یې د موفقیت دعاوې ورته وکړې.

دغه راز  د پکتیا ولایت د علماوو شورا غړي شیخ القرآن والحدیث مولوي احمدجان صاحب د غونډې ګډونوالو ته د اسلامي نظام او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ژوند او کړنو په مورد تفصیلي خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې لپاره نوي ټاکل شوي رئيس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» د غونډې ګډونوالو ته خبرې وکړې، د اسلامي امارت په نظام کې یې د چارواکو تغیر او تبدیل یو اصل وباله، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله پر اطاعت یې خبرې وکړې، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په ژوند او په علم یې رڼا واچوله او عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله و رعاه ته یې د ولي الله لقب ورکړ.

نوموړي د قرآنکریم د آیاتونو په رڼا کې د عدل په اړه تفصیلي خبرې وکړې او قضاء یې دروند مسؤولیت وباله، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې له مخکني رئيس محترم مفتي امان الله «منقاد حقاني» څخه یې مننه وکړه او د مجلس له ګډونوالو څخه د دعاء غوښتونکی شو.

یاده غونډه د پکتیا ولایت د علماء شورا د غړي محترم شیخ عبدالجبار «احمدي» لخوا د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۱:۵۹
Background image

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د ټولو محاکمو له مسؤولینو سره وکتل

د شنبې په ورځ ( ۸ / ۳ / ۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې په تالار کې د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د یادې محکمې د دېوانونو، د ښاري ابتدائيه محکمې د دېوانونو او د ننګرهار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۱:۴۵
Background image

د اروزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

په ۲ /۳ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دغه ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي کلیم الله صاحب او د یادې محکمې د عامه امنیت دېوان د رئیس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۱:۳۶
Background image

د پکتیکا محاکمو په یوه میاشت کې د (۱۴۹) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۰۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د اسنادو او وثایقو د ثبت امریت، د ښاري محکمې دېوانونو او ټولو ابتدائیه محاکمو د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې د اجراآتو راپور په لاندې. . .

بیا په خبرونو کی