د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس ددغه ولایت د غصب کمېسیون له غړو سره ناسته وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۴:۱۰
د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس ددغه ولایت د غصب کمېسیون له غړو سره ناسته وکړه

په  ۱۳ / ۱۰ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي امان الله (منقاد حقاني) د دغه ولایت د غصب شویو ځمکو او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون له غړو  سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

ناسته د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د پکتیا د مرافعه محکمې عمومي رئيس د ناستې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.

په یاده ناسته کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي امان الله (منقاد حقاني)، د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس محترم مولوي کلیم الله (قانت حقاني)، د پکتیا د غصب شویو ځمکو او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون غړو، هر یوه د پکتیا ولایت د عدلیې رئيس محترم مولوي محمد رئیس (محمدي)، د پکتیا ولایت مستوفي محترم مولوي منصورالحق (ذاکر)، د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس محترم مولوي عبدالرؤف (سعید)، د پکتیا ولایت د ښار جوړونې رئيس محترم مولوي عبیدالله (رشاد)، د پکتیا ولایت د امنیه قوماندانۍ اداري معاون محترم مولوي (اسحق)، د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د امارتي قضایاوو آمر محترم مولوي (شاکر) او د پکتیا ولایت د استیناف او ښاري ابتدائیه محاکمو د دواوینو رئيسانو ګډون درلود.

د ناستې په ترڅ کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي امان الله (منقاد حقاني) پر غصب شویو ځمکو، د ځمکو د غصب پر مخنیوۍ، د غصب شویو ځمکو د دوسیو پر اجراآتو، د پکتیا ولایت د ځمکو پر شرعي سندونو، د شرعي سندونو پر ثبت محفوظ، د اداراتو/ ارګانو تر منځ  پر ښې همغږۍ او د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د مخزن په رابطه د ناستې ګډونوالو ته خبرې او لازمې سپارښتنې وکړې او د پکتیا ولایت د غصب شویو ځمکو او د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون غړو ته یې ډاډ ورکړ چې ان شاءالله موږ به د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې لوړ  مقام اصولو او هدایاتو ته په کتو له تاسو سره هر اړخیزه همکاري وکړو.

دغه راز د ناستې نورو ګډونوالو هر یو محترم مولوي کلیم الله (قانت حقاني)، محترم مولوي محمد رئيس (محمدي)، محترم مولوي منصورالحق (ذاکر)، محترم مولوي عبیدالله (رشاد) او محترم مولوي عبدالرؤف (سعید) د اسلامي امارت د مشرتابه پر فرامینو او حکمونو، د غصب شویو ځمکو په مورد د امارت د ملکیتونو پر دفاع، د پکتیا ولایت له ولسونو سره پر ښه برخورد او نېکه رویه او په امورو کې د اړوندو مراجعو پر همکارۍ خبرې وکړې.

یاده ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی