د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت له ځینو قضاتو سره وکتل

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۱:۳۱
د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت له ځینو قضاتو سره وکتل

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) د  ۱۴۴۴ هـ ق کال د شپږمې میاشتې په ۲۲مه نېټه د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو له قضاتو سره په خپل کاري دفتر ناسته وکړه.

غونډه د مرافعه محکمې د جزاء دېوان د محرر مولوي عبدالرحمن (زاهد) لخوا د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) د غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او ټولو قضاتو ته یې د نفس او خواهشاتو د کنټرول په هکله د قرآنکریم او احادیثو په رڼا کې وینا وکړه.

د استیناف محکمې رئیس  وویل، د ټولو محاکمو چارې باید په شفاف او عادلانه ډول ترسره شي.

دغه راز یې له کبر او کینې څخه پر ځان ساتلو، په محاکمو کې د فرېبکارو اشخاصو پر مخنیوي، نظام ته په وفادارۍ، په هره فیصله کې لوی الله (جل جلاله) حاضر او ناظر ګڼلو، وخت ته په پابندۍ او ځینو نورو مهمو مواردو ټینګار وکړ.

د غونډې په دوام د نورو قضاتو په استازیتوب د مرافعه محکمې د ثبت اسناد وثایق او مخزن آمریت مفتي شیخ عبدالجبار (احمدي) خبرې وکړې، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې له رئيس څخه یې د زړه له تله مننه وکړه.

غوڼده د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی