د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي د څمکنیو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته سفر وکړ

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۹:۳۱
د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي د څمکنیو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته سفر وکړ

د روان 1444 هـ ق کال د جمادی الثاني میاشتې په څلورمه نېټه د پکتیا د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) او ورسره مل پلاوي (د مرافعه محکمې د تحریراتو آمر قاري میرزامحمد رشیدي او د مرافعه محکمې اجرائیه مدیر ملنګ جان ملکزاده) د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یادې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له قاضي، مفتي او محرر سره وکتل، د دوی قضایي ستونزې یې واورېدې او د اجراآتو ارزونه یې وکړه.

د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې پر مسؤولینو سربېره د دې ولسوالۍ له ولسوال الحاج مولوي عزت الله (مخلص)، امنیه قوماندان، جنایي مدیر، د امربالمعروف مدیر، د حقوقو مدیر او د ولسوالۍ له نورو اداري کارکوونکو سره وکتل.

یادو مسؤولینو ته یې په ولسوالۍ کې د اسلامي شریعت پر تطبیق، ښې حکومتولۍ، د ادارو ترمنځ  پر همغږۍ، له خلکو سره په ښه رویه، د خلکو ستونزو ته په وخت سره رسېدنې او خلکو ته د سهولتونو پر برابرولو ټینکار وکړ.

په یاده ناسته کې یې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې ریاست قضائي پرسونل ته جدي سپارښتنه وکړه چې د خلکو ستونزې او د عواوې اسلامي اصولو او د اسلامي امارت د محاکمو اصولو ته په کتو سره حل او فصل کړي، هېڅ فشار دې په ځان نه مني، د هېڅ فرد تر تاثیر لاندې دې نه راځي او حق دې حقدار ته وسپاري.

د سفر په پای کې د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د څمکنیو ولسوالۍ له مشرانو او اوسېدونکو سره وکتل، د هغوی ستونزې او شکایات یې واورېدل او د هغوی د مشکلاتو د حل ډاډ یې ورکړ، د ځینو کسانو شکایات یې وڅېړل او حل یې کړل.

 دغه راز د استیناف محکمې رئیس په خپلو خبرو کې وویل، هر کله چې تاسو ته د قضاء په برخه کې مشکل رامنځته کېږي، د مرافعه محکمې دروازه ستاسو پر مخ خلاصه ده، ستاسو ستونزې به د مرافعه محکمې ریاست لخوا اورېدل کیږي او د حل لاره به ورته لټول کېږي، د څمکنیو ولسوالۍ مشران او ولسونه د پکتیا د مرافعه  محکمې له رئیس نه خوښي څرګنده کړه او د زړه له تله یې د نظام د بقاء دعا وکړه.

په پای کې د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې غړیو، ولسوال او نورو اداري مسؤولینو، د څمکنیو ولسوالۍ مشرانو او خلکو د مرافعه محکمې له رئیس او ورسره مل پلاوې څخه د زړه له تله مننه وکړه او د یاد سفر نتیجه یې مثبت وبلله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۷
Background image

د خوست ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس الحاج مفتي عبدالقيوم (صاحب زاده) په مشرۍ، د مرافعه  او ښاري ابتدائيه محاکمود دېوانونو رئیسانو، د ولسواليو قضاتو، د امنيتي قطعې قوماندان، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۹:۴۳
Background image

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د مرافعه محکمې حقوقو، د دعوت او ارشاد،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۱۱
Background image

د روزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د روزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په ډېرو هڅو؛ په ۱۵/۱/۱۴۴۸ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې وه او يو کس په. . .

بیا په خبرونو کی