د پکتیا د زرمت ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د قتل دوې قضیې چې ۲۰ او ۱۰ کاله مخکې رامنځته شوې وې حل او فصل کړې

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۴:۲۶
د پکتیا د زرمت ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د قتل دوې قضیې چې ۲۰ او ۱۰ کاله مخکې رامنځته شوې وې حل او فصل کړې


د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د قتل دوې قضیې چې یوه یې شل کاله مخکې او دویمه ۱۰ کاله مخکې رامنځته شوې وه، د مصلحینو په منځګړیتوب او د جانبینو په رضایت حل او فصل او وروستۍ فیصلې یې د قومي مشرانو او علماء کرامو په حضور کې ابلاغ کړې.
د یادو قضیو له ډلې لومړۍ د قتل موضوع چې شاوخوا ۲۰ کاله مخکې  زرمت ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ  پېښه شوې وه، په  ۲۳/۳/۱۴۴۵هـ ق نېټه او دویمه د قتل موضوع چې ۱۰ کاله مخکې د دې ولسوالۍ د دوو نورو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، په (۲۱/۵/۱۴۴۴هـ ق نېټه)  د زرمت ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته د حل په موخه راجع شوې.
د زرمت ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې رئيس محترم مولوي محمد آجان (رهبر) د یادو قضیو د حل او فصل په موخه په ډېرو هڅو د قضیو دواړه اړخونه سولې ته تشويق او د مصلحینو په منځګړیتوب یې د یادو کورنیو ترمنځ شل (۲۰) او (۱۰) کلنې د قتل جزائي قضيې حل او فصل کړې. 
د يادو قضيو فیصلې په ۵/۵ / ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې لخوا د قضائي قرارونو په ذریعه تائيد شوې او متذکره فیصلې د زرمت ولسوالۍ د مشرانو، علماء کرامو هر یو مفتي امیرمحمد (صالحي)، مفتي ذبېح الله (ذبېح)، مولوي محمد میر (عادل)، ملک نورالله او د دواړو جانبینو په شتون کې ابلاغ شوې.
د يادو قضيو دواړو اړخونو د زرمت ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په فیصله خوښي او رضايت څرګند کړ، د غونډې ګډونوالو او د يادې ولسوالۍ عامو وګړو د پکتیا ولایت د محاکمو د رهبرۍ له هلو ځلو او خدماتو څخه د زړه له تله مننه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس محترم مفتي عزیزالله (حيدري) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د حقوقو او وثايقو آمرينو او امنيتي قطعې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس محترم شیخ سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د دې محکمې اړوند دېوانونو د رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د یو. . .

بیا په خبرونو کی