د هلمند ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۱۴:۱۳
د هلمند ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې اداري غونډه ترسره شوه

 

سه شنبه ۱۴۴۴/۱۲/۲۳/ ھ ق نېټه د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د ریاست په مقام کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس مولوي محمد نبي حماس صاحب په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه.
په یاده اداري غونډه کې د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو قضاتو، مفتیانو، محررينو او د‌ تحریراتو عمومي امر ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې حماس مولوي صاحب د مجلس شروع د دوو نقطو په لنډ بیان سره وکړه، لومړي يې د غونډې ګډونوالو ته هغه استهداء وړاندې او ابلاغ کړه چې له محبس څخه راغلې وه، د‌ غونډې د ګډونوالو له لوري پرې له بحث وروسته ورته ځواب وویل شو.
او همدا راز محکمې ته د بندیانو د تګ او راتګ په ترتیب بحث وشو.
په پای کې غونډه د دعائيه په ویلو سره ختمه شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی