د نورستان د مرافعه محکمې یوه پلاوي د دغه ولایت اړوند ولسوالیو ته سفر وکړ

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۱:۱۵
د نورستان د مرافعه محکمې یوه پلاوي د دغه ولایت اړوند ولسوالیو ته سفر وکړ

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې یوه پلاوي چې په تشکیل کې د ښاري ابتدائیه محکمې د مدني دېوان محرر محترم امین الله او د مرافعه محکمې اجرائیه مدیر محترم عزیز د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې په ۲۰مه نېټه د یاد ولایت  د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو ته سفر وکړ.

د مرافعه محکمې دغه پلاوي د خپل سفر په جریان کې د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو اداري چارې له نږدې وکتلې، د دوی نیمګړتیاوې یې په ګوته او د حل په موخه یې ګټورې مشورې ورکړې.

 د یادو ولسوالیو مسؤولینو د مرافعه محکمې د دغه پلاوي په سفر خوښي څرګنده کړه وویل، دوی به په مسلکي برخه کې د محررینو د روزنې لپاره جدي هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

بیا په خبرونو کی