د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۲:۵۳
د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه

د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رمضان میاشتې په ۱۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې نوی رئیس شیخ معاذ الله د یاد ولایت د محاکمو قضائي او اداري منسوبینو ته ورمعرفي شو.

محترم شیخ معاذالله چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د (۳۲۲۵) شمېره،  ۸ /۹ /۱۴۴۴ نېټې حکم او د سترې محکمې د عالي مقام د بشري سرچینو عمومي ریاست د (۳۸۰۴) شمېره، ۸/۹/۱۴۴۴ ګڼه (پ۲)  په اساس د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په توګه تعین او منظور شوی و رسماً د یاد ولایت د محاکمو منسوبینو ته ور معرفي او دنده یې پیل کړه.

د ننګرهار د مرافعه محکمې د نوي رئیس د معرفت غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ننګرهار مرافعه محکمې د جزاء دېوان رئیس محترم مفتي کلیم الله (حقاني) محترم شیخ معاذالله ته د مرافعه محکمې د قضائي او اداري کارکوونکو په استازیتوب ښه راغلاست ووایه.

دغه راز د ننګرهار د مرافعه محکمې نوي رئیس محترم شیخ معاذالله د غونډې ګډونوالو ته خپله عالمانه وینا وکړه او قضات يې خپلو دندو ته متوجه کړل.

یاده ناسته د ختیځ زون د ابتدائيه نظامي محکمې د رئیس محترم مولوي عین الدین (خلیل) لخوا د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د همغږۍ غونډه وشوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د ولایت مرستیال والي، د ولسوالیو ولسوالانو او همدارنګه د نورو رسمي ادارو استازو په ګډون، په ۲۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۱۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فاریاب ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ، چې مولوي عبدالحلیم (مظهري) او مولوي شمس الدین (احدي) يې غړيتوب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۳۳
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ د یاد ولایت د مقام، امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو او د نظامي محکمې استازو، د علماوو شورا، حج. . .

بیا په خبرونو کی