د ننګرهار مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۰:۵
د ننګرهار مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه


په ۱۵ / ۵ / ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم مولوي عبدالعزیز (ميوندي) په مشرۍ، د قضائيه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائيوي چارو عمومي ریاست د دعوت او ارشاد عمومي مدیر مولوي رحیم الله (منیب)، د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عصمت الله (برهان) په ګډون د ننګرهار د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو له قضاتو، مفتيانو، محررينو او اداري کارکوونکو سره د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه.
 غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس محترم مفتي برهان عالمانه وینا وکړه، د سترې محکمې عالي مقام د دعوت او ارشاد ریاست د تدریس لپاره مختصر کتاب په اړه يې وضاحت ورکړ، خپله تدريسي برنامه يې له ګډونوالو سره شریکه کړه او په اړه يې ورته لازمې لارښوونې وکړې. 
د غونډې په دوام د ننګرهار د مرافعه محکمې سرپرست رئیس محترم مفتي ذبېح الله (ساجد) د سترې محکمې د دعوت ارشاد د محترم رئيس راتګ ننګرهار ولایت ته اړین وباله، د ياد پلاوي راوړل شوې برنامه يې نېک اقدام ياد کړ او د ننګرهار مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو په استازيتوب يې د دعوت او ارشاد له پلاوي څخه مننه وکړه.
 ياده غونډه د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی