د ننګرهار د مرافعه محکمې سرپرست رئيس د ياد ولايت د (۱۶) ولسواليو له ابتدائيه محاکمو او توقيف خونو ليدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۴:۲۱
د ننګرهار د مرافعه محکمې سرپرست رئيس د ياد ولايت د (۱۶) ولسواليو له ابتدائيه محاکمو او توقيف خونو ليدنه وکړه


د ننګرهار د مرافعه محکمې سرپرست رئیس محترم مفتي ذبېح الله (ساجد) او ورسره مل پلاوي د روان کال د ربیع الثاني میاشتې له ۲۰مې نېټې څخه د جمادی الأولی میاشتې تر ۴مې نېټې د دغه ولایت د بهسودو، کوټ، لعل پورې، مهمندرې، نازیانو، غني خېلو ، ده بالا، دور بابا، رودات، سپين غر، اچین، دره نور، کوز کونړ، کامې، ګوشتې او بټي کوټ ولسواليو له ابتدائيه محاکمو او توقیف خونو څخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنو کې د مرافعه محکمې سرپرست رئیس او ورسره مل پلاوي د يادو ولسواليو د ابتدائيه محاکمو اداري او قضائي چارې له نږدې وکتلې، ذکر شویو محاکمو ته یې د اجراآتو په وخت ترسره کولو، له مراجعینو سره د ښه سلوک او چلند په اړه لازمې سپارښتنې وکړې، د محاکمو قضائي او اداري پرسونل يې خپل منځ کې سره لا ښې همغږۍ ته وهڅول او مسؤولينو ته يې د چارو د چټکتيا او ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په دوام ياد پلاوي له توقیف خونو او بندیانو سره وکتل، د بندیانو د ستونزو د حل په موخه يې اړوندو مسؤولینو ته لازمې سپارښتنی وکړې او همداراز يې په شعبو کې د مراجعینو شکایتونه واورېدل او اړونده شعباتو ته يې د حل په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی