د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئیس د سیدآباد او جغتو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۱:۴۶
د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئیس د سیدآباد او جغتو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

د روان ۱۴۴۵هجري قمري کال د صفر المظفر میاشتې په ۲۱ او ۲۲مه نېټه د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئيس ښاغلي مولوي عبدالکریم (حقاني) په مشرۍ یوه پلاوي د سیدآباد او جغتو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.

یاد پلاوي د محاکمو په قضائي او اداري برخه کې د فیصلو، قرارونو، وثایقو، د اندراج، د عرایضو د ثبت، واردې او صادرې له کتابونو او نورو ګڼو چارو څخه بررسي او ارزونه وکړه.

د مرافعه محکمې رئیس په اصولي توګه او ټاکلي وخت د مراجعینو د چارو ترسره کولو برخه کې د یادو ولسوالیو د ابتدائيه محکمو مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، د اصولو، مقرراتو او حاضرۍ پابند اوسئ.

پر دې سربېره د مرافعه محکمې رئیس د دوسیو پر ژر فیصله کولو باندې هم دوی ته ټینګار وکړ، د یادو ابتدائیه محاکمو د مسؤولینو ستونزې یې واورېدلې او د حل په برخه کې یې ورسره ژمنه وکړه.

سر بېره پر دې د مرافعه محکمې دغه پلاوي د یادو ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر له مسؤولینو سره لیدنه وکړه او د تل پاتې همکارۍ په برخه کې يې یو بل ته ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی