د ميدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس د جلریز ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۹:۷
د ميدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس د جلریز ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه


د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۱۴مه نېټه د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني) د يو څلور کسيز پلاوي په مشرۍ د جلریز ولسوالۍ  له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.
 ياد پلاوي د جلريز ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له قضائي او اداري چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه او د دې لپاره چې مراجعین له ستونزو سره مخ نشي، کارونه یې لا ښه پر مخ ولاړ شي، د یادې ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د اصولو، مقرراتو او حاضرۍ پابندي وکړي.
په دې سربېره د مرافعه محکمې رئیس د دوسیو پر ژر فیصله کولو، له مراجعینو سره د نېک او ښه چلند په کولو ټينګار وکړ.
 د دې ليدنې په پاى کې د جلريز ولسوالۍ د ابتداٸيه محکمې مسٶلينو ته د ستونزو د حل په برخه کې ډاډ او اطمنیان ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس محترم مفتي عزیزالله (حيدري) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د حقوقو او وثايقو آمرينو او امنيتي قطعې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس محترم شیخ سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د دې محکمې اړوند دېوانونو د رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د یو. . .

بیا په خبرونو کی