د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د  ټولو محاکمو له رئیسانو سره میاشتنۍ ناسته تر سره کړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۴:۱۲
د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د  ټولو محاکمو له رئیسانو سره میاشتنۍ ناسته تر سره کړه

د یک شنبې په ورځ (۲۰/ ۱/ ۱۴۴۴ هـ ق نېټه) د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي موسی کلیم "عاصم" په خپل ریاست کې د استیناف ، ښاري او ولسوالیو محاکمو له رئیسانو سره د قضائي امورو د چټکتیا او لا غوره والي په موخه ناسته تر سره کړه.

یاده غونډه د متعال رب عز وجل د کلام د سپېڅلو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د لوګر د مرافعه محکمې رئیس د غونډې حاضرینو ته د قضائي او اداري چارو په اړه لازمې، هر اړخيزې لارښوونې وکړې وویل، له مراجعینو سره نېک او مناسب چلند زموږ ټولو مسؤولیت او مکلفیت دی، د اولس هر وګړی چې محکمې ته مراجعه کوي،  اسلامي شریعت او قانون ورکړي حقوق یې باید محفوظ وي او هیڅ یو یې باید له خپلو حقوقو بې برخې نشي.

ده له مسؤولینو غوښتنه وکړه چې د قضاء د حیثیت او خپل درانه مسؤولیت دې پوره اهتمام وکړي، خپلو دندو ته دې پابند اوسي او د قضایاوو د ژر او غوره حل لپاره دې له خپل ټول توان او قوت څخه استفاده وکړي.

نوموړي همدا راز د بنديانو او مېرمنو دوسیو ته د پر وخت او ژر رسېدنې توصیه وکړه.

د ناستې په پای کې د لوګر د محاکمو رئیسانو خپلې ستونرې او غوښتنې د مرافعه محکمې له رئیس سره شریکې کړې، د نوموړي له لوري دوی ته وعده ورکړل شوه چې ټولو ستونزو او غوښتنو ته به د امکان تر حده رسېدنهکوي او د کارونو د روڼتیا او چټکتیا لپاره به ټول لازم امکانات ورته برابروي.

د یادې غونډې اختتام په دعا سره وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۷:۲۱
Background image

کندهار ولایت کې دوو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کندهار ولایت د لوړ میوند ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې په اساس دوو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو؛ نن يکشنبې (۲۶/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۵:۴۴
Background image

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي رياست لخوا جوړ شوی يو مياشتنی علمي او قضائي سيمينار پای ته ورسېد

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي رياست لخوا د هېواد د محاکمو د قضائي غړو (قضاتو، مفتي صاحبانو او محررینو) د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی يو مياشتنی علمي او قضائي سيمينار چې (۴۰) کسانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۵:۲۹
Background image

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۸۲۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱ /۳ /۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵ /۳ /۱۴۴۶هـ ق) نېټې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۸۲۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئيات يې. . .

بیا په خبرونو کی