د لوګر د ښاري محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۲:۰
د لوګر د ښاري محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه


د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د جمادی الثانيه مياشتې په ۲مه نېټه د لوګر ولایت د ښاري محکمې عمومي رئیس مفتي امان الله منقاد (حقاني) په مشرۍ يوه پلاوي د ياد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه.
په دغه پلاوي کې د جزا دېوان رئیس مولوي جان محمد (رائد)، د مدني دېوان رئیس مولوي نیک محمد (شاهد) او د جزا دېوان محرر مولوي محمد افضل ګډون درلود.
د يادې ليدنې په پیل کې پلاوي د لوګر ولایت د زندان له مسئوولینو سره وکتل، ورپسې یې د بندیانو د وضعیت د څېړلو په موخه د لوګر ولایت له عمومي زندان څخه څارنه وکړه، د یاد زندان د ټولو اړوند بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، نظریات او ستونزې یې له ځان سره یاداشت کړلې، وروسته د ښاري محکمې عمومي رئیس محترم مفتي (منقاد حقاني) زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې دوسیو ته به یې د اړوند محاکمو لخوا په ټاکلي وخت د اسلامي شریعت د احکامو په رڼا کې رسېدنه.
 محترم منقاد په خپلو خبرو کې وويل، که چېرته زندان ته د کومې مسؤولې ادارې لخوا د پلټنې په موخه پلاوی راغی، تاسو په ډاډه زړه کولای شئ خپلې ستونزې ورسره شریکې کړئ،  تر څو يې ترموږ را ورسوي، د دې لپاره چې ستاسو حقوق ضایع نشي.
 د يادې ليدنې په دوام د زندانیانو د ساتنې، دعوت، تعلیم او هغوی ته د اسانیاوو برابرولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د بندیانو اړوند جوړ شوی طرزالعمل ټولو بنديانو ته وړاندې شو.
د یاد زندان ټول بندیان د اسلامي امارت له شفقته او د زندان د مسؤولینو له چلند څخه خوښ او خوشحاله شول.
 د يادې ليدنې په پای کې د محترم منقاد لخوا زندانیانو ته د توصیې په توګه وویل شول چې اسلامي نظام د الله تعالی لخوا په موږ او تاسو پېرزوینه ده، باید د خپلو مشرانو هر امر او حکم ته لبیک ووایو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس محترم مفتي عزیزالله (حيدري) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د حقوقو او وثايقو آمرينو او امنيتي قطعې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس محترم شیخ سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د دې محکمې اړوند دېوانونو د رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د یو. . .

بیا په خبرونو کی