د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۸
د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۵مه نېټه د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) په مشرۍ د ملکي او نظامي محاکمو د  امنیتي قطعاتو د عمومي قوماندانيو، مدیریتونو او  آمریتونو د تېرې اوونۍ د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ارزونې او د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د لا ډېرې تقویې په موخه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې چې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوی چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید)، د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندانۍ رئیس ارکان مولوي احمدالله (میوندوال)، د نظامي محاکمو د امنیتي قطعاتو قوماندانۍ رئیس ارکان حافظ سید حکمت الله آغا (ذهین)، د پېژند عمومي مدیر مولوي نورمحمد (قتیبه)، د تفتیش او کنټرول عمومي مدیر مولوي عبدالرؤف (عمري)، د دعوت او ارشاد عمومي مدیر مولوي رحیم الله (منیب)، د تأمیناتو عمومي مدیر فرید احمد(همت)  او نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوی چارو عمومي رئیس الحاج مولوي محمد عوض(سعید) د همغږۍ او تېرو کارونو د ارزونې په موخه د دغه ډول غونډو جوړول ګټور وبلل وویل، که دا غونډې همداسې په منظم ډول ترسره شي د مسؤولیتونو په ترسره کولو کې به هېڅ ستونزه پیدا نشي.
دغه راز نوموړي د مسؤولیتونو په ترسره کولو کې پر اخلاص او تقوا ټینګار وکړ وویل، که مو د مسؤولیتونو په ادا کولو کې له اخلاص او تقوا څخه کار واخیست نو الله تعالی به له تاسو سره مرسته وکړي او  مسؤولیتونه به مو په ښه او آسانه توګه سرته ورسیږي.
غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی