د قضائي تعلیماتو په ریاست کې د پکتيا او باميانو ولایتونو ۱۰۶ تنو قضاتو ته علمي او تربيتي سيمينار‌ ورکړل شو.

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۵:۵۷
د قضائي تعلیماتو په ریاست کې د پکتيا او باميانو ولایتونو ۱۰۶ تنو قضاتو ته علمي او تربيتي سيمينار‌ ورکړل شو.

 

 

نن دوشنبه ۱/۱۲/۱۴۴۴ ھ.ق نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د قضائي تعلیماتو ریاست له لوري د روان ۱۴۴۴ ھ.ق کال د ذوالقعدې په ۲۱ نېټه د شنبې په ورځ  د قضائي تعلیماتو ریاست په تالار کې د پکتیا او بامیان  ولایتونو د مرافعه  محکمې، ښاري محکمې او د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د قضاتو، مفتیانو او محررینو لپاره علمي او تربیتي سیمینار پیل شو.

په دغه سیمینار کې د مسلکي استادانو له لوري نوموړو ته په قضائي  او اداري برخه کې پراخ معلومات ورکړل شول.

ياد سیمینار چې پوره لس ورځې یې  دوام وکړ، په ترڅ کې یې اداري اصولنامه، حقوقي اصولنامه، معین القضاة والمفتیین  او د رهنمايي وثائق مهمې برخې درساً وویل شوې، او همداراز د اسنادو او وثیقو، عریضو اوجلب پاڼو، صورت دعوی ، دفع دعوی او فیصلو لیکلو  شرائط، د اشتباه موارد اوګڼ نور اړین قضائي او اداري معلومات ورسره شریک شول.

 

په دې سربېره په نوموړو د قضاء په برخه کې عملي کار هم ترسره شو چې د مختلفو موضوعاتو او مثبته اسبابو په نظر کې نیولو سره یو شمېر مکملې فیصلې  پرې مطالعه او ولیکل  شوې.

 

یاد سیمینار نن د ذوالحجې د میاشتې په  لومړۍ نېټه د یو لړ مهمو توصیو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۳۴
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي بلخ زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې الحاج مفتي محمد (عمري) او الحاج مولوي جمیل احمد (جلال) يې ملتیا کوله، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۱۰
Background image

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس په هڅو په خوست ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ (۳۰) کلنه دښمني د سولې له لارې حل شوه

د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) او ورسره مل پلاوي په هڅو او ترغیب او د خوست ولایت د قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسئولینو په منځګړیتوب، د روان ۱۴۴۸هـ. . .

بیا په خبرونو کی