د قضائي  پلټنې عمومي ریاست مسلکي پلټونکو د تخار ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۰:۵۰
د قضائي  پلټنې عمومي ریاست مسلکي پلټونکو د تخار ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام او د قضائي تفتیش د عمومي ریاست د محترم معاون حافظ مولوي عبدالولي(محمود) په هدایت د یاد ریاست یوه مؤظف پلاوي چې په تشکیل کې یې مولوي رحمن الدین (ایشان) او مولوي عبدالله (ذکي)  شامل وو، د مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د  محرم میاشتې په (۲۲مه) نېټه د تخار ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو او د دغه ولایت له زندانی څخه د لیدنې په موخه  یاد ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوي د خپل سفر په پیل کې د تخار ولایت د مرافعه محکمې له رئیس صاحب سره وکتل، ورپسې یې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د تخار ولایت له مرکزي زندان (محبس) څخه لیدنه وکړه او د نارینه او ښځینه بندي زندانیانو بشپړ شهرت، کیفیت او شکایتونه یې له ځان سره نوټ او بیا یې د هر بندي شکایت د اړوند محاکمو له مسؤولینو سره شریک کړ.

دغه راز د خپل کاري پلان له مخې یې د یاد ولایت د ( ۱۶ ) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، ښاري ابتدائیه او مرافعې محاکمو د ریاستونو او اړونده دېوانونو، حقوقو امریت او د وثایقو امریت څخه جلا، جلا لیدنه وکړه.

د نوموړي هیئت د پلټنیز بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه تر سره شوه چې د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو په اړه يې بشپړ معلومات و اخیستل شول او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وشوې.

یاد هیئت د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه له ځان سره نوټ کړل او په لومړي قدم کې يې د ښاري محکمې په دېوانونو کې شته مشکلات د یادې محکمې له رئیس صاحب سره شریک کړل، ورپسې یې د ستونزو د هواري، د خنډونو د له منځه وړلو او د نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د تخار ولایت د مرافعه محکمې له ریاست سره تفاهمي ناسته ترسره کړه او ټول مشکلات یې په جلا، جلا توګه ورسره شریک کړل.

د سترې محکمې د قضائي تفتیش هيئت د خپل سفر په جریان کې د تخار د محترم والي په ګډون له ټولو اړوند ولایتي مسوولينو سره لیدنه وکړه او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو مربوطه ستونزو د حل په باره کې د هغوی نظرونه واورېدل.

د قضائي تفتیش د پلټنې هیئت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په (۱۲مه) نېټه خپل سفر په داسې حال کې چې له لاسته راوړنو ډک وو پای ته ورساوه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د غزني ولايت آب بند ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د غزني ولايت آب بند ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ په ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د آب بند ولسوالۍ اړوند د (دالانو) په کلي کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۵۰
Background image

د لغمان ولایت قرغه‌يي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د لغمان ولایت د قرغه‌يي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې رئیس مولوي جمال الدین (حقاني) په هڅو؛ د مصلحينو په منځګړیتوب، په ۱۷/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۷۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۷۹) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی