د فراه د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د ښځو له زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۴:۲۲
د فراه د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د ښځو له زندان څخه ليدنه وکړه

 د چهارشنبې په ورځ (۵/ ۷/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه) د فراه ولايت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي محمدګل (صیاد)، د يادې محکمې د جزا دېوان رئيس مولوي محمد اسماعیل (منصور)، د جزا دېوان مفتي مولوي حبیب الرحمن (نافذ) او د جزا دېوان محرر حافظ مولوي عبد الرحمن د اړوند زون د تمیز د عالي مقام په هدایت د فراه ولایت د ښځو له زندان څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې ياد پلاوي د ټولو ښځينه محبوسینو څخه د زندان د امنیتي ښځینه پولیسو د رفتار، له دوی سره د برخورد او د اړتيا وړ توکو په اړه پوښتنې وکړې، چې ټولې محبوسینې د زندان د انتظام څه خوشحاله وې.
 د ليدنې په دوام ياد پلاوي د زندان آمر ته د زندانيانو سره د ښه رفتار او سلوک، د هغوی د اړتياوو د پوره کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
ياد پلاوي د ليدنې په پای کې د ټولو محبوسینو د دوسیو اجمالي راپور له ځان سره يادداشت او د اړوند زون د تمیز عالي مقام ته يې وړاندې کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی